فلپائن كښې د زياتو بارانونو او  طوفانونو څخه د مرګونو شمېره 19 ته ورسېده

  منیلا۔11اګست  (اے پي پي)فلپائن كښې د زياتو بارانونو او طوفانونو څخه د مرګونو شمېره  19 ته ورسېده ٬ دغسې 15 كسان ژوبل  او څلور بې دركه دي  ۔  شنهوا  تر مخه د  فلپائن حکومت د نهې په ورځ  ووئېل  د سمندري   طوفان لوئس اور مے مے او د پشكال بارانونو څخه  د مرګونو شمېره  19 ته رسېدلې ده ، دغسې  15 كسان ژوبل او څلور بې دركه دي ۔ …

 

منیلا۔11اګست  (اے پي پي)فلپائن كښې د زياتو بارانونو او طوفانونو څخه د مرګونو شمېره  19 ته ورسېده ٬ دغسې 15 كسان ژوبل  او څلور بې دركه دي  ۔  شنهوا  تر مخه د  فلپائن حکومت د نهې په ورځ  ووئېل  د سمندري   طوفان لوئس اور مے مے او د پشكال بارانونو څخه  د مرګونو شمېره  19 ته رسېدلې ده ، دغسې  15 كسان ژوبل او څلور بې دركه دي ۔ د فلپائن د نیشنل ډیزاسټر رسک ریډکشن اینډ مینجمنټ کونسل (این ډي آر آر این ایم سي )  تر مخه د پرله پسې  بارانونو  له امله لینډ سلائیډنګ  د مرګونو لوي بنیادي  سبب وګرځېد ۔ په بینګوئیټ ولايت كښې تر ټولو زيات 12 مرګونه رپورټ شوي دي ، دغسې په ریزال كښې څلور او  باتانګاس كښې درې كسان مړه شوي ۔ این ډي آر آر ایم سي ووئېل دې موسمي حالاتو څخه  11 سيمو ګښې نزدې 22 لاکھ 70 زره كسان ځپلې شوي دي  ۔ د ځپلو لپاره د 900  نه زيات مرستندويه مراکز جوړ كړے شوي  چرته چې نزدې 95 زره كسانو پناہ اغستې ده ۔د این ډي آر آر ایم سي تر مخه  د فلپائن حکومت د مرستياله  هلو ځلو لپاره  12 لاکه  امریکائي ډالره وركړې دي ، دغسې د بې دركه  كسانو لټون او  د مرستې هلې ځلې روانې دي

۔