ریاض ۔11 اګست(اے پی پی) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ غزه جنګ ختمولو له په نوې منصوبه كښې فلسطيني عسكري تنظيم څخه د وسلې غورځولو غوښتنه كړې ده او اسرائيل به هم خپل پوځونه بهر كړي۔ د اردو نیوز له مخې فلسطیني وسله والې ډلې د امریکې د صدر شرطونه منلو ته چمتووالے ښودلے، خو اسرائیل هغه رد کړي دي۔ د اسرائيل وېنا ده د فلسطين عسكري تنظيم تر …
اسرائيل د غزه په اړه نوې امريكائي منصوبه مسترد كړه
ریاض ۔11 اګست(اے پی پی) د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ غزه جنګ ختمولو له په نوې منصوبه كښې فلسطيني عسكري تنظيم څخه د وسلې غورځولو غوښتنه كړې ده او اسرائيل به هم خپل پوځونه بهر كړي۔ د اردو نیوز له مخې فلسطیني وسله والې ډلې د امریکې د صدر شرطونه منلو ته چمتووالے ښودلے، خو اسرائیل هغه رد کړي دي۔ د اسرائيل وېنا ده د فلسطين عسكري تنظيم تر غېر مسلح كېدو به غزه څخه پوځ بهر نه كړې شي۔ صدر ډونلډ ټرمپ په 30 جولائی 2025 شوې جنګ بندۍ كښې خبرو اترو څخه وروستو د مهم پېشرفت ادعا وكړه۔ د هغه وېنا ده چې حماس او غزه كښې موجود نورو وسله والو ډلو د هغه د بورډ آف پيس لخوا وړاندې كړې 15 نکاتی منصوبه قبوله كړې ده او غېر مسلح كېدو ته چمتو دي۔ د دې نوې منصوبې مقصد وړاندې څخه روانه جنګ بندي مخ په وړاندې بوتلل دي۔ د دې له مخې به اسرائيل غزه څخه خپل پوځ بهر كړي او د اسرائيل د پوځي كارروائيو په نتيجه كښې تباه شوې غزه به د امريكې ملاتړ لرونكې نوي فلسطيني حكومت به نګرانۍ كښې بحال كړې شي












