واشنګټن۔ 10 اګست(اے پي پي) د امرېكې صدر ګولف كلب ته نزدې د امرېكې جنګي الوتكو 2 سوېلېن الوتكې د وړاندې تللو نه اسيارې كړې ۔ د شنهوا تر مخه د امرېكې جنګي الوتكو د نيو جرسي په سيمه بېډ منسټر كښې د صدر ډونلډ ټرمپ ګولف كلب ته نزدې په ممنوعه فضائي حدود كښې ننوتونكې دوه سوېلين الوتكې د وړاندې تګ نه اسيارې كړې دي ۔ د قطبي …
د امرېكې صدر ګولف كلب ته نزدې د امرېكې جنګي الوتكو 2 سوېلين الوتكې د وړاندې تللو نه اسيارې كړې
واشنګټن۔ 10 اګست(اے پي پي) د امرېكې صدر ګولف كلب ته نزدې د امرېكې جنګي الوتكو 2 سوېلېن الوتكې د وړاندې تللو نه اسيارې كړې ۔ د شنهوا تر مخه د امرېكې جنګي الوتكو د نيو جرسي په سيمه بېډ منسټر كښې د صدر ډونلډ ټرمپ ګولف كلب ته نزدې په ممنوعه فضائي حدود كښې ننوتونكې دوه سوېلين الوتكې د وړاندې تګ نه اسيارې كړې دي ۔ د قطبي امرېكې فضائي و خلائي دفاعي كمانډ د سماجي رابطې په وېب پاڼه جاري بيان كښې ووئېل زمونږ ايف 16 جنګي الوتكو د بېډ منسټر د بره د عارضي الوتك د بندېز په خلاف ورزۍ كولو ګڼې د جنرل اېوې اېشن الوتكې د وړاندې تللو نه ايسارې كړي او ټولې الوتكې په حفاظت سره د سيمې نه بهر بوتللې شوي دي۔












