د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د پيپلز پارټي د مرکزي سيکرټريټ دوره

  اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د پيپلز پارټۍ د مرکزي سيکرټريټ دوره وكړه ۔ ده د سيکرټريټ انچارج سيد سبط حيدر بخاري، د قامي اسمبلۍ غړو شهلا رضا ، نفيسه شاه او نورو مشرانو سره وليدل۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د صوبې په وضعه٬ امن و امان او د …

 

اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د پيپلز پارټۍ د مرکزي سيکرټريټ دوره وكړه ۔ ده د سيکرټريټ انچارج سيد سبط حيدر بخاري، د قامي اسمبلۍ غړو شهلا رضا ، نفيسه شاه او نورو مشرانو سره وليدل۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د صوبې په وضعه٬ امن و امان او د اولسي مسئلو په حل كښې د صوبائي حکومت په نااهلۍ ، په صوبه  كښې د ښې واكمنۍ په فقدان او په صوبائي اسمبلۍ كښې د پيپلز پارټۍ د غړو په فعاله كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع په مجموعي توګه د ګوند په تنظيمي چارو او نورو هم د خبرې وشوه