وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري خاص ماشومان اختيار منده جوړولو٬ د جامع تعليم د كار دائره پراخه كولو لپاره د عزم پخلے

  کراچي 10 اګست (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري خاص ماشومان اختيار منده جوړولو٬ د جامع تعليم د كار دائره ته پراخه كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي بايد هر ماشوم ته موقعې، عزتِ نفس او ضروري معاونت ترلاسه وي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دې دا خبرې کورنګي کراچۍ كښې سينټر فار آټزم …

 

کراچي 10 اګست (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري خاص ماشومان اختيار منده جوړولو٬ د جامع تعليم د كار دائره ته پراخه كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئېلي دي بايد هر ماشوم ته موقعې، عزتِ نفس او ضروري معاونت ترلاسه وي۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې دې دا خبرې کورنګي کراچۍ كښې سينټر فار آټزم ري هيبليټيشن اينډ ټريننګ كښې د خاص آټزم استوګنې مرکز او د جامع پارک پرانستې دستوره په مهال وكړې۔ دې ووئيل  په کورنګي كښې د پاكستان د وړومبي جامع پارك هم پرانسته وشوه٬ سي-آرټس د هېواد وړومبے مركز دے كوم چې د تشخيص نه تر روزګار سهولتونه وركوي۔ آصفه بھټو زرداري ووئيل  آټزم سره مخ ماشومانو لپاره  وړيا علاج، ټرانسپورټ او وظائف وركولې كېږي٬ د كراچۍ نه علاوه حيدرآباد، سکھر اور لاړکانه كښې هم”سي –آرټس” مركزونه جوړ دي۔ دې ووئيل  د استوګنې په نوو ځايونو كښې به د جامع پالنې او د اوږدې مودې بحالۍ سهولتونه ترلاسه وي۔ آصفه بھټو زرداري  ووئيل  د C-ARTS رجسټريشن پورټل به فعاله او د هر ماشوم به ډيجيټل رېكارډ جوړولې شي۔ د پرانستې دستوره كښې د سندھ وزيراعلي مراد علي شاه هم موجود ٶ