د مكه مكرمه شريكه دفاعي لوظ نامه به ګرده منطقه كښې تل پاتې امن٬سلامتيا او خوشحالۍ لبره نوې لارې سمې كړي۔نوابزاده جمال رئيساني

  كوئټه 10 اګست (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې نوابزاده جمال خان رئيساني وئېلي دي  د مكه مكرمه شريكه دفاعي لوظ نامه يوازې يوه دفاعي لوظ نامه نه بلكې د اتحاد٬شريكې مرستې او اجتماعي دفاعي صلاحيت يو قوي پېغام دے چې پاكستان٬سعودي عرب او تركيه يو محفوظ٬مستحكم او امن لرونكې سباؤن لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي ۔په خپل بيان كښې د قامي اسمبلۍ غړي …

 

كوئټه 10 اګست (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړې نوابزاده جمال خان رئيساني وئېلي دي  د مكه مكرمه شريكه دفاعي لوظ نامه يوازې يوه دفاعي لوظ نامه نه بلكې د اتحاد٬شريكې مرستې او اجتماعي دفاعي صلاحيت يو قوي پېغام دے چې پاكستان٬سعودي عرب او تركيه يو محفوظ٬مستحكم او امن لرونكې سباؤن لپاره اوږه په اوږه ولاړ دي ۔په خپل بيان كښې د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني ووئېل دا لوظ نامه په منطقه كښې د امن٬استحكام او اجتماعي دفاع لپاره د درېو وروڼو اسلامي هېوادونو د كلك عزم ښكاره عكاسي كوي۔دا لوظ نامه به نه يوازې د درېو واړو هېوادونو اسټريټجك اړيكې قوي كړي بلكې په ټوله منطقه كښې به تل پاتې امن٬سلامتيا او خوشحالۍ لپاره نوې لارې هم پرانځي۔ده لوي څښتن څخه دعا وكړه چې دا شراكتداري  د دريو وروڼو هېوادونو پاكستان٬تركيه ٬ سعودي عرب او ټولې اسلامي نړۍ لپاره د خير٬امن او پرمختګ ذريعه وګرځوي۔