اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي) د افغانستان او هند ناوړه جوړه جاړه بې نقابه شوې او د پاکستان خلاف افغان طالبان ته وركړې شوې د هند ناقص ټیکنالوجي هم ناکامه شوه ۔د تفصیلات تر مخه د ماتې خوړلي هند د افغان طالبان رجیم سرپرستي او پاکستان كښې د ډرونز بريدونو عزائم خاوري شوي دي ۔ يو څېړنېز راپور كښې د هند لخوا د پاکستان خلاف كارولو لپاره طالبان رجیم …
افغانستان كښې د هند ناوړه جوړه جاړه بې نقابه شوه ،د پاکستان خلاف افغان طالبان ته وركړې د هند ناقص ټیکنالوجي هم ناکامه شوه
اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي) د افغانستان او هند ناوړه جوړه جاړه بې نقابه شوې او د پاکستان خلاف افغان طالبان ته وركړې شوې د هند ناقص ټیکنالوجي هم ناکامه شوه ۔د تفصیلات تر مخه د ماتې خوړلي هند د افغان طالبان رجیم سرپرستي او پاکستان كښې د ډرونز بريدونو عزائم خاوري شوي دي ۔ يو څېړنېز راپور كښې د هند لخوا د پاکستان خلاف كارولو لپاره طالبان رجیم ته وركړے شوي ناقص ډرونز هم رامخې ته شوي ۔ د راپور تر مخه افغانستان د افغان طالبان رجیم په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو مركز جوړ شوے دے چرته چې د 20 نه زيات ترهه ګر تنظیمیونه فعاله دي ،د ترهه ګرو لپاره محفوظ ماحول د هند د ریاستي ترهه ګرۍ ناوړه تګلارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره موقع وركوي ، ترهه ګر تنظیم ټي ټي پي او بي ایل اے ته هم د افغان طالبانو بشپړ ملاتړ او د هند مالي معاونت تر لاسه دے ۔ د تحقیقاتي راپور تر مخه افغان طالبان رجیم په جون 2026 كښې پاکستان كښې د ډرون بريدونو كولو ادعا وكړه كوم چې د پاک فضائیه دفاعي نظام په فضا كښې تباه كړل ، د افغان طالبان د اړخه بريد كښې استعمال دا یو اے ایس ډرونز افغانستان كښې جوړ شوي نه دي بلکې د هند وركړي دي ، افغانستان د جون نه تر جولائي 2026 په مهال خیبرپښتونخوا او بلوچستان كښې 9 ډرونز بريدونه كړي ۔ راپور تر مخه د افغان طالبان رجیم لخوا د بريد كړو ډرونز رینج د 50 نه تر 270کلومیټره دے كوم چې تر 5 کلو ګرام وزن وړلے شي ، د هند د اړخه وركړې شوي دا ډرونز د تکنیکي نوعیت په لحاظ سره د کمې درجې دي د كومو صلاحیت چې ډېر محدود دے ،د پاکستان سره د دغې ډرونز مقابلې له مضبوط دفاعي نظام او سافټ کل او هارډ کلِ صلاحیت موجود دے كوم چې په فضا كښې دغه ناکارہ كولې شي ۔ د دفاعي پوهانو تر مخه د هند طالبان رجیم ته وركرې شوې ټیکنالوجي او ډرونز ناقص او د محدود صلاحیت لرونكې دي كوم چې د پاکستان كوټلې دفاعي نظام په وړاندې ناکارہ شوي دي ،د پاکستانۍ ټیکنالوجۍ او ښې تګلارې له امله افغان طالبان او د هند شريك سازشونه هم ناکامه شوي دي ، د هند ټیکنالوجي د وړاندې نه په معرکه حق كښې فرسودہ ثابته شوې ده ۔












