اسرائيلي زندانونو څخه 37 فلسطيني وګړي خوشې كړې شول

  غزہ۔10 اګست  (اے پی پی) اسرائیل غزہ سره تعلق لرونكي 37 فلسطینی بنديان خوشې كړي دي۔ د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې اسرائيلي چارواكو د اتوار په ورځ غزه سره تعلق لرونكي 37 بنديان خوشې كړل په كومو كښې چې يوه مېرمن هم شامله ده۔ د رېډ کراس نړيوالې كمېټۍ خوشې كړې شوي بنديان د کریم أبو سالم راهدارۍ د لارې ناصر روغتون ته منتقل كړل۔ كمېټۍ وئيلي …

 

غزہ۔10 اګست  (اے پی پی) اسرائیل غزہ سره تعلق لرونكي 37 فلسطینی بنديان خوشې كړي دي۔ د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې اسرائيلي چارواكو د اتوار په ورځ غزه سره تعلق لرونكي 37 بنديان خوشې كړل په كومو كښې چې يوه مېرمن هم شامله ده۔ د رېډ کراس نړيوالې كمېټۍ خوشې كړې شوي بنديان د کریم أبو سالم راهدارۍ د لارې ناصر روغتون ته منتقل كړل۔ كمېټۍ وئيلي چې كال 2023ء څخه تر دې دمه 2نيم زره څخه زيات خوشې كړې شوو بنديانو ته دا سهولت وركړے شوے دے۔ کمېټۍ وئيلي دي چې اکتوبر 2023ء څخه په اسرائيلي حراست كښې موجود بنديانو ته د رسېدو لاره كښې خنډان اودرولې شي۔ كمېټۍ اسرائيلي چارواكو څخه يو وارې بيا دا غوښتنه وكړه چې مونږ ته دې د ټولو بنديانو د انجام او د هغوي د ځايونو په اړه اطلاع راكړې شي۔ زمونږ ډلو ته دې هغوي سره د ملاقات كولو او د هغوي د حالات جاج اغستلو اجازه راكړې شي۔ كمېټۍ په دې خبره زور راوړو چې نړيوال قانون د دې خبرې غوښتنه كوي چې بنديانو سره دې انساني سلوك وكړے شي ٬ هغوي ته دې خپلو كورنيو سره د رابطې كولو اجازه وركړې شي كوم چې ددوئي په زيات فكرمند دي او ډول ډول اندېښنې لري