بيجنګ10اګست (اے پي پي)چين كښې سمندري طوفان "ډولفن" د سمندر غاړې ته پېوستو سيمو ته د رارسېدو نه وروسته لس لكه كسان د ھغوي د خونو څخه خوندي ځايونو ته منتقل كړې شوې دي۔ د بي بي سي له مخې د موسمياتو څانګې وئيلي دي چې پرون ماښام طوفان د ژے جيانګ ولايت يوهوان ښار ته رسېدلے چې په دغه مهال د سيلۍ رفتار 150 كلوميټر د ساعت په …
چين٬ سمندري طوفان “ډولفن” ٬ 10 لكه كسان خوندي ځايونو ته منتقل
بيجنګ10اګست (اے پي پي)چين كښې سمندري طوفان “ډولفن” د سمندر غاړې ته پېوستو سيمو ته د رارسېدو نه وروسته لس لكه كسان د ھغوي د خونو څخه خوندي ځايونو ته منتقل كړې شوې دي۔ د بي بي سي له مخې د موسمياتو څانګې وئيلي دي چې پرون ماښام طوفان د ژے جيانګ ولايت يوهوان ښار ته رسېدلے چې په دغه مهال د سيلۍ رفتار 150 كلوميټر د ساعت په سر ٶ٬ د طوفان له امله په ټوله منطقه كښې د امدورفت نظام ځپلې شوے دے او يوازې په شنګھائي كښې 1400 پروازونه منسوخ كړې شوې دي۔د يادونې وړ ده چې د چين چارواكو د دې نه وړاندې د ډولفن طوفان لپاره د لوړې كچې رېډ الرټ جاري كړې ٶ٬ طوفان اوس د چين مېنځنۍ سيمو پلو روان دے۔(












