اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي )دِ اګست مياشت پېل كېدو سره د کوئټه پشمول ګرد بلوچستان كښې د آزادۍ جشن هلې ځلې پېل شوي دي او د لوبو مېدانونه هم آباد شوي ۔ تفصیلات تر مخه د شين هلالي بېرغ تر سېوري لاندې د بلوچستان اولس د وطن سره د مينې ، لوبو او د آزادۍ دستورو كښې د زړه پوري ګدون لړۍ روانه ده ۔ کوئټه كښې د …
بلوچستان كښې د آزادۍ جشن چمتوالے ونيولے شو ، د لوبو میدانونه آباد شول ، د اولس مينه و ولوله د كتو ده

مزید خبریں
اسلام آباد۔10اګست (اے پي پي )دِ اګست مياشت پېل كېدو سره د کوئټه پشمول ګرد بلوچستان كښې د آزادۍ جشن هلې ځلې پېل شوي دي او د لوبو مېدانونه هم آباد شوي ۔ تفصیلات تر مخه د شين هلالي بېرغ تر سېوري لاندې د بلوچستان اولس د وطن سره د مينې ، لوبو او د آزادۍ دستورو كښې د زړه پوري ګدون لړۍ روانه ده ۔ کوئټه كښې د آزادۍ جشن په مناسبت سره د آزادۍ ایتھلیټس د سيالو تابيا وشوه چې پكښې نارينه او مېرمنې لوبغاړې ګډون كوي ۔ په دې مناسبت موسیٰ اسټیډیم کوئټه كښې د 7 اګست نه روانو د آزادۍ ایتھلیټس سيالو فائنل په 9 اګست وشو چې پكښې د کوئټه عابدہ بتول د لوبو په میدان كښې د كاميابۍ په بېرغونو هسكولو د بلوچستان مېرمنو لپاره يو مثال جوړ كړو ۔عابدہ بتول په باکسنګ كښې په ښكاره کامیابۍ تر لاسه كولو پخپله وړومبۍ نړيواله سيالۍ كښې د سري لنکا لوبغاړې له په ماتې وركولو ګولډ میډلو وګټلو ۔د باکسرې عابدہ بتول وېنا ده يو مقصد ته د پام لرنې كولو څخه د کامیابۍ جذبه زياتېږي، مېرمنو له به د ځان لپاره نه د هېواد او بلوجستان لپاره هم راوړاندې كېدل وي ۔واضحه دې وي د آزادۍ جشن هلې ځلې د بلوچستان په ځوانانو كښې قامي جذبه رامخې ته كولو سره دوي ګتورو او صحت منده فعاليتونو ته سموي۔











