سعودي عرب،  فیکټرۍ كښې د اور لګېدو څخه  16 بنګاليان په حق ورسېدل

ډھاکا۔10اګست  (اے پي پي) سعودي عرب كښې د صوفو جوړونكې فیکټرۍ كښې د اورې لګېدو څخه     16 بنګاليان  وګري په حق ورسېدل ۔ د ډھاکا ټریبیون  راپور تر مخه  په دوي كښې د 10 كسانو تعلق د نوګاؤں ضلعې څخه ؤ ۔ د بنګله دیش  د كډوالو د ښېګړې او  بهر هېوادونو كښې د روزګار وركونكې  وزارت د ګل په ورځ يو بیان كښې ووئېل د ځپلو تعلق  نوګاؤں، ناټور …

ډھاکا۔10اګست  (اے پي پي) سعودي عرب كښې د صوفو جوړونكې فیکټرۍ كښې د اورې لګېدو څخه     16 بنګاليان  وګري په حق ورسېدل ۔ د ډھاکا ټریبیون  راپور تر مخه  په دوي كښې د 10 كسانو تعلق د نوګاؤں ضلعې څخه ؤ ۔ د بنګله دیش  د كډوالو د ښېګړې او  بهر هېوادونو كښې د روزګار وركونكې  وزارت د ګل په ورځ يو بیان كښې ووئېل د ځپلو تعلق  نوګاؤں، ناټور او د راجشاھي  څخه وو ۔د كډوالو د ښېګړی او  د سمندر پورې روزګار وزیر عارف الحق چودھري په مرګونو  د غم دړد او افسوس څرګڼدونه وكړه ۔ ده ووئېل سعودي عرب كښې د  بنګله دیش سفارت خانه د ځايي چارواكو  سره پرله پسې په  رابطه كښې ده ۔ اړوند چارواكو ته امر شوے دے  چې د حق رسېليو مړي زر تر زره  راوړي او  د هغوي كورنيو ته ټوله ضروري سرکاري مرسته او  معاوضه باوري كړي  ۔وزیرد حق رسېدليو  د غم جنيو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ  څرګندونه وكړه ۔ د نوګاؤں ډپټي کمشنر محمد سیف الاسلام ووئېل  په ځپلو كښې د 10 تعلق د اترائي ضلعې څخه دے۔ د مړو شوو عمرونه د 25  نه  35 تر مينځه ښودلې كېږي۔د اتوار په ورځ د  بنګله دیش وخت ترمخه  مازيګر 3 نيمې بجې د سعودي عرب  پايه تخت په ریاض خردم سيمه كښې په صوفو جوړونكې  فیکټري كښې اورلګېدلے ؤ۔