فلپائن  كښې لینډ سلائیډنګ ، 4 كسان مړه، 6 بې دركه

منیلا۔10اګست  (اے پي پي) د فلپائن په باګوئیو ښار كښې د  لینډ سلائیډنګ  له امله 13 كسان د كورونه د ملبې لاندې ګېر شول چې پكښې 4  كسان مړه او 6 بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه تېر  مازيګر  باګوئیوښار كښې د درياب  په غاړه سيمه  بارانګائے ګیساد سورونګ كښې رامخې ته شوه  ٬ چرته چې  13 كسان د ملبې لاندې ګېر شول   ۔ د پولیس تر …

منیلا۔10اګست  (اے پي پي) د فلپائن په باګوئیو ښار كښې د  لینډ سلائیډنګ  له امله 13 كسان د كورونه د ملبې لاندې ګېر شول چې پكښې 4  كسان مړه او 6 بې دركه دي۔ د شنهوا تر مخه دا پیښه تېر  مازيګر  باګوئیوښار كښې د درياب  په غاړه سيمه  بارانګائے ګیساد سورونګ كښې رامخې ته شوه  ٬ چرته چې  13 كسان د ملبې لاندې ګېر شول   ۔ د پولیس تر مخه د ګل په سهار 7  كسان د ملبې څخه راويستل شول چې پكښې  په  مړو شوو كښې 17 كلنه  جينۍ، دوه 9 كلنه ماشومان او 56  كلنه يو سړے شامل دے ٬ دغسې 3 ژوبل كسان  هسپتال ته منتقل کړے شوي  دي ۔ مرستندويه كارمندانو  دمه په دمه  په ورېدونكې باران   كښې هم د بې دركه كسانو لټون روان ساتلے او د مرستې هلې ځلې روانې دي ۔ 14 كورنۍ ، چې پكښې په مجموعي توګه 62  كسان شامل دي  محفوظ ځايونو ته منتقل کړے شوي دي  او  7  نورو كسانو د كلي  په يو هال كښې  پناہ اغستې ده ۔