باجوړ  كښې د پاک پوځ د اړخه فري میډیکل کیمپ ،  د 876 كسانو وړيا طبي  معائنه

باجوړ ۔10اګست  (اے پي پي) د باجوړ په ګھاکھۍ ، کوهي ، غونډو، تلې، چلارګام او  بټملئۍ كليو كښې  د اولس لپاره وړيا  فري میډیکل کیمپ ولګولے شو ۔تفصیلات تر مخه کیمپ كښې   د پوهه ډاکټرانو  لخوا د جنرل، میډیسن، سرجري ، سترګو ، مېرمنو ، نفسیات او د  فزیوتھراپي سهولیات وركړے شول ۔ دغسې ځايي وګړو ته وړيا طبي معائنه ، داروګان او د صحت په اړه  خبرتيا وركړې …

باجوړ ۔10اګست  (اے پي پي) د باجوړ په ګھاکھۍ ، کوهي ، غونډو، تلې، چلارګام او  بټملئۍ كليو كښې  د اولس لپاره وړيا  فري میډیکل کیمپ ولګولے شو ۔تفصیلات تر مخه کیمپ كښې   د پوهه ډاکټرانو  لخوا د جنرل، میډیسن، سرجري ، سترګو ، مېرمنو ، نفسیات او د  فزیوتھراپي سهولیات وركړے شول ۔ دغسې ځايي وګړو ته وړيا طبي معائنه ، داروګان او د صحت په اړه  خبرتيا وركړې شوه ۔کیمپ كښې  د  876 كسانو وړيا معائنه وكړې شوه ، چې پكښې 301 ماشومان ، 320 مېرمنې او  255  نارينه  شامل وو ۔ دغسې مقامي مشرانو او اولس لرې پړتو  سيمو كښې د وړيا طبي سهولیات په وركولو د پاك یوځ  مننه وكړه ۔