د بلوچستتان وزيراعلی هنګو كښې د كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

کوئټه۔ 08 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په هنګو كښې په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كښې د 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو په قربانيو قام وياړي۔ د وزیراعلیٰ هاؤس لخوا د جاري شوي يو بيان كښې وزیراعلی د آپرېشن په مهال شهيد شوي كېپټن حمزه اكرم ته …

کوئټه۔ 08 اګست (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په هنګو كښې په كامياب انټېلي جنس بېسډ آپرېشن كښې د 7 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو په قربانيو قام وياړي۔ د وزیراعلیٰ هاؤس لخوا د جاري شوي يو بيان كښې وزیراعلی د آپرېشن په مهال شهيد شوي كېپټن حمزه اكرم ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل ترهګر عناصر او د هغوي سهولت كارو لپاره پاكستان كښې هېڅ ځاې نشته۔ ده ووئيل د رياست عملداري چېلنج كولو خلاف به كارروايۍ جاري ساتلې شي۔ ده ووئيل ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د شهيد كېپټن  حمزه اكرم په شمول ټولو شهيدانو له لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له دصبر او زغم توفيق وركړي۔