د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په وېلنګټن كښې سياسي مشاورت او د مشتركه تجارتي كمېټۍ غونډه

وېلنګټن ۔8 اګست(اے پی پی) د پاكستان او نیوزی لېنډ ترمينځه د سیاسی مشاورت پنځم دور او د پاکستان-نیوزی لېنډ مشترکه تجارتی کمېتۍ (جے ټی سی) درېمه غونډه په وېلنګټن كښې وشوه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سياسي مشاورت غونډې ګډه مشري ایډیشنل سېکرټری خارجه (ایشیا پېسیفک) ډاكټر سید علی اسد ګیلانی او د نیوزی لېنډ د خارجه چارو او …

وېلنګټن ۔8 اګست(اے پی پی) د پاكستان او نیوزی لېنډ ترمينځه د سیاسی مشاورت پنځم دور او د پاکستان-نیوزی لېنډ مشترکه تجارتی کمېتۍ (جے ټی سی) درېمه غونډه په وېلنګټن كښې وشوه۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سياسي مشاورت غونډې ګډه مشري ایډیشنل سېکرټری خارجه (ایشیا پېسیفک) ډاكټر سید علی اسد ګیلانی او د نیوزی لېنډ د خارجه چارو او تجارت وزارت ډپټي سېكرټري ګراهم مورټن وكړه۔ په غونډه كښې دواړو فريقو د دوه اړخيزه اړيكو بشپړ جاج واغست او د شريكې خوښې په پراخا څانګو كښې يۍ د همكارۍ لا مضبوطولو په تګلارو غور وكړو۔ په دې څانګو كښې د اعلی كچې تړون ٬ اقتصادي پرمختګ ، سائنس او ټېكنالوجي ، تعلیم، د ترهګرۍ مخنيوې ٬ د نړيوالو جرمونو تدارك او اولس كچې تړون شامل دے۔