دير 07 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا فرنټيئر كور نارتھ انسپكټر جنرل میجر جنرال راؤ عمران سرتاج وئيلي دي چې په اړوند سيمو كښې تل پاتې امن او استحكام باوري كول مشتركه ذمه واري ده۔ د فرنټيئر كور نارتھ پي آئي او له مخې آئي جي اېف سي میجر جنرل راؤ عمران سرتاج دا خبرې د جمعې په ورځ په دير كښې په سکاؤټس هیډکوارټرز كښې ګرېنډ …
په اړوند سيمو كښې تل پاتې امن او استحكام باوري كول مشتركه ذمه واري ده۔ آئي جي اېف سي میجر جنرل راؤ عمران سرتاج
دير 07 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا فرنټيئر كور نارتھ انسپكټر جنرل میجر جنرال راؤ عمران سرتاج وئيلي دي چې په اړوند سيمو كښې تل پاتې امن او استحكام باوري كول مشتركه ذمه واري ده۔ د فرنټيئر كور نارتھ پي آئي او له مخې آئي جي اېف سي میجر جنرل راؤ عمران سرتاج دا خبرې د جمعې په ورځ په دير كښې په سکاؤټس هیډکوارټرز كښې ګرېنډ جرګې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د سيمه ايز امن او امان د موجوده صورتحال جامع جاج هم واخستې شو۔ په جرګه كښې مالاكنډ ریجنل پولیس آفیسر، ډپټي کمشنر او د كوز دیر ډسټرکټ پولیس آفیسر نه علاوه ځائي مشرانو هم ګډون كولو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې آئي جي اېف سي میجر جنرل راؤ عمران سرتاج ووئيل چې په اړوند سيمو كښې تل پاتې امن او استحكام باوري كول مشتركه ذمه واري ده٬ د لال قلعه تحصیل په سيمه خاص زور راوړلې شو چرته چې قانون نافذ كوٶنكو ادارو او امنيتي ځواكونو ته سره مرسته زياتولو ته اړتيا ده۔ په دې موع مشرانو حکومت، پولیس او امنيتي ځواكونو سره د خپل غېر مشروط مرستې د عزم څرګندونه وكړه او په حساس سيمو كښې په هدفي اپرېشنز كښې په مرسته كولو د رضا مندۍ څرګندونه وكړه۔ د جرګې په پائې كښې په سيمه كښې تل پاتې امن او سوكالۍ لپاره لپاره خاص دعا ګانے وشوې












