كوئټه۔ 7 اګست (اے پي پي) د بلوجستان د صوبائي اسمبلۍ ويمن پارلمنټري كاكس اسما جتك او د هغې كورنۍ ته د تېرو څو كلونو نه په مبينه توګه د وركړے كېدونكو دړكو ٬ د جبري واده كولو هڅو ٬ تختښونې او په ګنو بريدونو د سختې اندیښنې څرګندونې سره د اسما جتك پلار ماسټر عنايت الله جتك د وژنې د پاكو او بې پرې پلټنو او پیښه كښې …
د بلوچستان ويمن پارلمنټري كاكس د اسما جتك او د هغې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه ٬ د انصاف وركولو او د تورنو د سمدستي نيولو غوښتنه
كوئټه۔ 7 اګست (اے پي پي) د بلوجستان د صوبائي اسمبلۍ ويمن پارلمنټري كاكس اسما جتك او د هغې كورنۍ ته د تېرو څو كلونو نه په مبينه توګه د وركړے كېدونكو دړكو ٬ د جبري واده كولو هڅو ٬ تختښونې او په ګنو بريدونو د سختې اندیښنې څرګندونې سره د اسما جتك پلار ماسټر عنايت الله جتك د وژنې د پاكو او بې پرې پلټنو او پیښه كښې د ككړو تورنو د سمدستي نيولو غوښتنه كړې ده۔ د ويمن پارلمنټري كاكس د اړخه جاري بيان كښې وئېلې شوي دي د ماسټر عنايت الله جتك وژنه نه يوازې د هغه كورنۍ لپاره يو نه راګرځېدونكے زيان دے بلكې د قانون واكمنۍ او د اولس د تحفظ په اړه هم د سنګينې اندیښنې سبب دے۔ بيان كښې ووئېل شول د مېرمنو خلاف تشدد ٬ جبري واده ٬ تخښتونې ٬ دړكې او د يرې و ځورونې د لارې د خوښۍ مسلط كولو هڅه د قبولو وړ نه ده او د داسې پیښو مخ نيوي لپاره موثر كاروائي ضروري ده۔بيان تر مخه د بلوجستان اسمبلۍ سپيكر خپل رولنګ كښې انسپكټر جنرل بلوچستان ته امر كړے دے چې د ټولو مبينه ملزمانو نيول باوري كړئ ٬ د قانون تر مخه موثر كاروائي وكړئ او د پېشرفت په اړه راپور تر ګل ورځې د بلوجستان اسمبلۍ كښې جمع كړئ۔












