د خېبر پښتونخوا آئي جي پي ذوالفقار حمید د شهید دي ایس پي دیار خان  كور ته لاړو ، د هغه كورنۍ سره  ملاقات

  پیښور۔ 07 اګست (اے پي پي):انسپکټر جنرل آف پولیس خیبر پښتونخوا ذوالفقار حمید تېره ورځ هنګو كښې د ترهه ګرو په مقابله كښې د شهادت  جامِ په نوش کولو د  شهید دي ایس پي دیار خان  استوګنې ته لاړو ۔ د سنټرل پولیس آفس پیښور وياند تر مخه  هغه د شهید ډي ایس پي کورنۍ سره  ملاقات وكړو او د شهید  ثواب او  لوړو درجو لپاره يې  لاس نيوه …

 

پیښور۔ 07 اګست (اے پي پي):انسپکټر جنرل آف پولیس خیبر پښتونخوا ذوالفقار حمید تېره ورځ هنګو كښې د ترهه ګرو په مقابله كښې د شهادت  جامِ په نوش کولو د  شهید دي ایس پي دیار خان  استوګنې ته لاړو ۔ د سنټرل پولیس آفس پیښور وياند تر مخه  هغه د شهید ډي ایس پي کورنۍ سره  ملاقات وكړو او د شهید  ثواب او  لوړو درجو لپاره يې  لاس نيوه وكړه ۔په دې موقع سینئر پولیس افسران هم د هغه سره وو ۔آئي جي پي ذوالفقار حمید د شهید دي ایس پي دیار خان عظیمې قربانۍ ته پېرزوئنې وړاندې  کولو سره ووئېل شهید ډي ایس پي دیار خان يو ډېر بهادر او نه يرېدونكے پولیس افسر ؤ  چا چې د ترهه ګرو  خلاف آپریشن د فرنټ  نه لیډ کولو او د هغوي په مقابله كښې يې  د خپل فرض  په لاره كښې ځان شهید كړو ۔ ده ووئېل  د خیبر پښتونخوا پولیس مېړني افسران او  ځوانان د ترهه ګرۍ  خلاف جنګ كښې  لازواله قربانۍ وركوي او د شهداء قربانۍ د ټول قام سرمایه ده  ۔