کوئټه ۔ 07 اګست (اے پي پي )د كوئټه ډپټي کمشنر مهراللہ بادیني په امر اسسټنټ کمشنر (سټي) محمد امیر حمزہ په مشرۍ كښې د 14 اګست آزادۍ ورځ په لړ كښې سرکاري و شخصي ودانيو سنګارولو او د څراغونو لګولو په اړه يوه غونډه وشوه ۔ غونډه كښې د تعلیم محكمې ، پي ټي سي ایل، این ټي سي ، سرینا هوټل، د بېلا بېل بانکونو او د …
په 14 اګست د آزادۍ په موقع کوئټه كښې د ودانيو سنګارولو او د رڼاګانو راجوړولو په اړه غونډه
کوئټه ۔ 07 اګست (اے پي پي )د كوئټه ډپټي کمشنر مهراللہ بادیني په امر اسسټنټ کمشنر (سټي) محمد امیر حمزہ په مشرۍ كښې د 14 اګست آزادۍ ورځ په لړ كښې سرکاري و شخصي ودانيو سنګارولو او د څراغونو لګولو په اړه يوه غونډه وشوه ۔ غونډه كښې د تعلیم محكمې ، پي ټي سي ایل، این ټي سي ، سرینا هوټل، د بېلا بېل بانکونو او د نورو اړوند ادارو استازو ګډون وكړو ۔اسسټنټ کمشنر (سټي) ګډون كوونكو ته د بلوچستان حکومتِ امر تر مخه خپلې خپلې ودانيې په قامي بېرغونو ، څراغونو او نور ډولي سامان د سنګارولو سپارښتنه وكړه ۔ په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې ټول انتظامات دې په وخت مکمل کړے شي ٬ دغسې چې د د آزادۍ ورځ د قامي جوش و ولولې، وطن سره د مينې په غوره ډول ونمانځلې شي او په ګرد ښار كښې د جشنِ آزادۍ ښكلا څرګنده وي ۔












