د براډ پیک پیښه كښې د بې  دركه شوو 5  غیر ملکي  غر ختونكو مړي د سکردو نه اسلام آباد  ته روان كړے شول

  سکردو ۔7اګست  (اے پي پي)د براډ پیک پیښه كښې د بې دركه شوو 5 غیر ملکي غر ختونكو مړي د سکردو نه اسلام آباد ته روان كړے شوي۔ په براډ پیک په 31 جولائي د وارې كمر رارغړېدو  په نتيجه كښې 10 غیر ملکيان غر ختونكې بې دركه شوي وو ۔ تېره ورځ د  پاکستان آرمي ایوي ایشن او زمكيزو  سرچ ډلو په شريك  سرچ آپریشن کښې  د پنځو …

 

سکردو ۔7اګست  (اے پي پي)د براډ پیک پیښه كښې د بې دركه شوو 5 غیر ملکي غر ختونكو مړي د سکردو نه اسلام آباد ته روان كړے شوي۔ په براډ پیک په 31 جولائي د وارې كمر رارغړېدو  په نتيجه كښې 10 غیر ملکيان غر ختونكې بې دركه شوي وو ۔ تېره ورځ د  پاکستان آرمي ایوي ایشن او زمكيزو  سرچ ډلو په شريك  سرچ آپریشن کښې  د پنځو غیر ملکیانو مړي   تر لاسه كړے شول كوم چې د خپلو خپلو هېواونو  په بېرغونو  كښې د  سکردو نه د   الوتكې د لارې اسلام آباد ته روان كړے شول  ۔اسلام آباد ته په رسېدو به دا اړوند چارواكو ته سپارلې شي ، د چرته نه به چې دوي خپلو هېوادونو ته روانولې شي   ۔پاک  پو ځ په دې ټول  عمل  كښې د سول انتظامیه او  سفارتي چارواكو   سره مكمل مرسته او معاونت كوي۔