ګورنر فيصل كريم كنډي سره د سليم چترالي په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

  پېښور 07 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پخواني صوبائي وزير سليم چترالي په مشرۍ كښې يو پلاوي وليدل او دوي ته ئې د پرنس کريم آغا خان پاكستان لپاره د شيعه امامي اسماعيلي کونسل صدر نزير ميوا والا لخوا د خاص مننې چيټۍ وركړه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په چيټۍ كښې د کميونټۍ لخوا په چترال كښې د پرنس رحيم آغا …

 

پېښور 07 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره پخواني صوبائي وزير سليم چترالي په مشرۍ كښې يو پلاوي وليدل او دوي ته ئې د پرنس کريم آغا خان پاكستان لپاره د شيعه امامي اسماعيلي کونسل صدر نزير ميوا والا لخوا د خاص مننې چيټۍ وركړه۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په چيټۍ كښې د کميونټۍ لخوا په چترال كښې د پرنس رحيم آغا خان د دورې په موقع د ګورنر او صوبائي انتظاميه لخوا په زړه پورې كوربتوب او تود هركلي سره سره په ښه انتظامات مننه او د قدرداني څرګندونه شوې۔ په دې موقع د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔