د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ مقبوضه جمو و كشمير په اړه متفقه قرارداد منظور كړو٬ د 5 اګست 2019 د هندي غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام غندنه

  پېښور 06 اګست(اے پی پی)خېبرپښتونخوا اسمبلۍ مقبوضه جمو و كشمير په اړه يو متفقه قرارداد منظور كړے چې پكښې د 5 اګست 2019 د هندي غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام سخته غندنه شوې ده ۔په ايوان كښې وړاندې كړې شوي قرارداد كښې د هند آئين آرټيكل 370 او 35 -اے منسوخي د نړيوال قوانين او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د  نړيوالو …

 

پېښور 06 اګست(اے پی پی)خېبرپښتونخوا اسمبلۍ مقبوضه جمو و كشمير په اړه يو متفقه قرارداد منظور كړے چې پكښې د 5 اګست 2019 د هندي غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام سخته غندنه شوې ده ۔په ايوان كښې وړاندې كړې شوي قرارداد كښې د هند آئين آرټيكل 370 او 35 -اے منسوخي د نړيوال قوانين او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د  نړيوالو لوظ نامو خلاف ورزي وګرځولې شوه ۔ د قرارداد د لارې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د كشميري اولس د حق خود اراديت بشپړ او د كوم شرط نه غېر د ملاتړ پخلے وكړو او غوښتنه يې وكړه چې د كشمير مسئلې حل د ملګرو ملتونو منظور شوو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې دې ممكن كړے شي۔ايوان د نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو باندې زور راوړولو سره خواست وكړو چې هغوي د مقبوضه كشمير بشري صورتحال او د هندي ظمونو سمدستي نوټس واخلي۔ټولو سياسي ګوندونو د يو والي په څرګندونه كولو دا قرارداد په يوه خله منظور كړو

مزید خبریں