كوئټه 06 اګست(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي واشك او مستونګو ضلعو كښې د امنيتي ځواكونو كاميابه كاروائي د ترهه ګرۍ په ضد د قامي عزم او د ځواكونو د پيشه وره صلاحيت ښكاره ثبوت ګرځولو سره وئېلي دي د بلوچستان امن ته د زيان رسونكو هر سازش به ناكامه كولې شي او د رياست دښمنه عناصرو لپاره كوم ډول ګنجائش نشته۔په خپل بيان كښې وزيراعلٰی ووئيل …
واشك او مستونګ ضلعو كښې كاميابه كاروائۍ د ترهه ګرۍ په ضد د قامي عزم ثبوت دے۔د بلوچستان وزيراعلٰی

مزید خبریں
كوئټه 06 اګست(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي واشك او مستونګو ضلعو كښې د امنيتي ځواكونو كاميابه كاروائي د ترهه ګرۍ په ضد د قامي عزم او د ځواكونو د پيشه وره صلاحيت ښكاره ثبوت ګرځولو سره وئېلي دي د بلوچستان امن ته د زيان رسونكو هر سازش به ناكامه كولې شي او د رياست دښمنه عناصرو لپاره كوم ډول ګنجائش نشته۔په خپل بيان كښې وزيراعلٰی ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د ټول قام شريكه ذمه واري ده چې پكښې قومي اتحاد او ټول رياستي ادارو ترمينځه بشپړه همغږي ضروري ده۔ده ووئيل د بلوچستان حكومت د امن راوستو ٬د اولس د ځان او مال تحفظ او د پرمختيائي عمل تسلسل په هر قيمت د باوري كولو عزم لري۔ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت او امنيتي ادارې به په ګډه بلوچستان كښې تل پاتي امن او د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره هر ممكن اقدامات روان ساتي










