هفته شهدائے پوليس٬ د مردان ريجن آر پي او په مشرۍ كښې الياس ګريسي ماركي٬مردان كښې مركزي دستوره وشوه

  پېښور 06 اګست(اے پی پی)د هفته شهدائے پوليس خېبر پښتونخوا تر مخه د مردان ريجن آر پي او قاسم علي خان په مشرۍ كښې الياس ګريسي ماركي٬ مردان كښې مركزي دستوره وشوه۔د مردان پوليس وياند له مخې دستورې ته د مردان كمشنر٬د مردان آر پي او او نورو مقررين شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د مردان پوليس لخوا يو مختصر فلم٬ملي نغمې٬د زده كوونكو تر مينځه د …

 

پېښور 06 اګست(اے پی پی)د هفته شهدائے پوليس خېبر پښتونخوا تر مخه د مردان ريجن آر پي او قاسم علي خان په مشرۍ كښې الياس ګريسي ماركي٬ مردان كښې مركزي دستوره وشوه۔د مردان پوليس وياند له مخې دستورې ته د مردان كمشنر٬د مردان آر پي او او نورو مقررين شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې۔ د مردان پوليس لخوا يو مختصر فلم٬ملي نغمې٬د زده كوونكو تر مينځه د تقريرونو مقابلې او د مردان ويمن يونيورسټۍ تر سيوري لاندې وال آف ټربييوټ وړاندې كړے شو ٬چرته چې مېلمنو خپل تاثرات قلمبند كړل۔په دې موقع د مردان آر پي او او د مردان ډي پي او د شهيدانو كورنيو او ماشومانو سره سره ملاقات كښې د دې عزم پخلے وكړو چې شهيدان زمونږ  اتلان دي او د هغوي قربانۍ به چرته هم هيرې نه كړې شي۔