پېښور 06 اګست(اے پی پی)بنو كښې د نامعلومه كسانو د ډزو په نتيجه كښې پوليس اهلكار شهيد شو ۔د بنو پوليس وياند له مخې د شهيد پوليس اهلكارو شناخت د نور عالم خان په نامه شوے ٬كوم چې سيپشل برانچ كښې د سپاهي په حېثيت ذمه واري ترسره كوله۔پوليس له مخې د كينټ تهاڼې په حدود كښې معصوم آباد سره نزدې په بنو ميرانشاه سړك نامعلومه بريد كوونكو پوليس …
بنو كښې د نامعلومه كسانو ډزې٬پوليس اهلكار شهيد
پېښور 06 اګست(اے پی پی)بنو كښې د نامعلومه كسانو د ډزو په نتيجه كښې پوليس اهلكار شهيد شو ۔د بنو پوليس وياند له مخې د شهيد پوليس اهلكارو شناخت د نور عالم خان په نامه شوے ٬كوم چې سيپشل برانچ كښې د سپاهي په حېثيت ذمه واري ترسره كوله۔پوليس له مخې د كينټ تهاڼې په حدود كښې معصوم آباد سره نزدې په بنو ميرانشاه سړك نامعلومه بريد كوونكو پوليس اهلكار هغه مهال په نخښه كړو كله چې هغه د كور څخه ډيوټۍ لپاره روان ؤ ۔د واردات نه پس بريد كوونكې د پېښې ځاې څخه وتخښتېدل۔پوليس د سيمې ناكه بندي كولو سره د تورونو لټون پېل كړے۔دغسې د پېښې بيلو اړخونو څخه پلټنې روانې دي۔












