کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د يومِ استحصالِ کشمير په موقع د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ كښې د مقبوضه جمو و کشمير په صورتحال او د هند د 5 اګست 2019 د يو اړخيزه اقدامات په ضد د غندنې مشتركه قرارداد وړاندې كړو د كوم چې ايوان په يوه خله منظوري وركړه۔ دا قرارداد د وزيراعليٰ مير سرفراز احمد بګټي، صوبائې وزيرانو مير …
د وزيراعليٰ سرفراز بګټي لخوا د يومِ استحصالِ کشمير په موقع بلوچستان اسمبلۍ كښې وړاندې كړے قرارداد منظور شو

مزید خبریں
کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي د يومِ استحصالِ کشمير په موقع د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ كښې د مقبوضه جمو و کشمير په صورتحال او د هند د 5 اګست 2019 د يو اړخيزه اقدامات په ضد د غندنې مشتركه قرارداد وړاندې كړو د كوم چې ايوان په يوه خله منظوري وركړه۔ دا قرارداد د وزيراعليٰ مير سرفراز احمد بګټي، صوبائې وزيرانو مير محمد صادق عمراني، مير ظهور احمد بليدي، مير شعيب نوشيرواني، فيصل خان جمالي او پارلماني سيکرټري برکت علي رند لخوا په مشركه توګه وړاندې كړے شوے۔ په قرارداد كښې په پنځم اګست كال 2019 د هند لخوا د هندي آئين آرټيکل 370 او 35(A) په يو اړخيزه توګه منسوخ كول د غېر آئيني ٬ غير قانوني اقدام د ملګرو ملتونو د قراردادونو بېخي خلاف ورزي ګرځولو سره د دغې په سختو ټكو غندنه شوې ده٬ په قرارداد كښې ووئيل شول آرټيکل 370 مقبوضه جمو و کشمير له خاص آئيني حيثيت، خپل آئين، خپل بېرغ او كورنۍ خپلواكي وركوي او آرټيکل 35(A) د رياست مستقل وګړو ته سرکاري ملازمت، جائيداد او د ژوند كولو خاص حقونه وركوي۔ د قرارداد په پائې كښې د مقبوضه جمو و کشمير اولس عظيمو قربانيو، ثابت قدمۍ او د آزادۍ هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې او دعا وكړې شوه چې لوي څښتن دې کشميريان د ظلم و جبر نه زر خلاص كړي او دوي دې د آزادۍ، امن او د انصاف نعمت څخه سرفراز كړي









