ګلګت۔ 05 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د شورو په ورځ خپله غونډه كښې د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خاص آئیني حیثیت بحالولو ، د 5 اګست 2019 د هند اقدامات غندلو او د کشمیري اولس د حقِ خودارادیت مرستې له يو قرارداد په يوه خله منظور کړو ۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي په 5 اګست 2019 د هند د اړخه …
د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خصوصي حیثیت بحالۍ ، د کشمیریانو د حقِ خودارادیت ملاتړ له قرارداد په يوه خله منظور کړو
ګلګت۔ 05 اګست (اے پي پي)د ګلګت بلتستان اسمبلۍ د شورو په ورځ خپله غونډه كښې د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خاص آئیني حیثیت بحالولو ، د 5 اګست 2019 د هند اقدامات غندلو او د کشمیري اولس د حقِ خودارادیت مرستې له يو قرارداد په يوه خله منظور کړو ۔قرارداد كښې وئېلي شوي دي په 5 اګست 2019 د هند د اړخه د هند په غیر قانوني تسلط لاندې د جموں و کشمیر خصوصي آئیني حیثیت ختمولو له د آئین آرټیکل 370 او 35A منسوخ کول د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو ، نړيوال قانون او د کشمیري اولس د بنیادي حقونو خلاف ګام ؤ ۔ ایوان د دې امر پخلے وكړو چې جموں و کشمیر په نړيواله كچه يوه تسلیم شوې شخړيزه سيمه ده، د كومې د حتمي حیثیت تعین چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د قراردادونو او د ملګرو ملتونو کمیشن (UNCIP) د اړوندو قراردادونو تر مخه د کشمیري اولس په خپلواكه، غیر جانبدارہ او منصفانه استصوابِ رائے د لارې پكار دے ۔قرارداد كښې ووئېل شول د جموں و کشمیر شخړه يوازې سرحدي یا د جغرافیائي نوعیت مسئله نه ده بلکې د کشمیريانو د ناقابلِ تنسیخ حقِ خودارادیت په اړه يوه نړيواله شخړه ده ، كومه چې هند د يو اړخيزه اقدامات د لارې ختمولې نشي ۔ایوان په نړيوالې ورورولۍ ، ملګرو ملتونو ، په بشري حقونو تنظیمونو او په نړيوالو ادارو زور راوړو چې هغه د کشمیري اولس د بنیادی حقونو تحفظ، د بشري حقونو خلاف ورزو د خاتمې او د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عمل درآمد لپاره مؤثر کردار ادا کړي ۔ قرار داد كښې د پاكستان حکومتِ د اړخه د کشمیري اولس سیاسي ، سفارتي او اخلاقی مرستې روانې ساتلو له د عزم پخلي كولو سره ووئېل شول د کشمیر مسئلې تل پاتي او امناكه حل يوازې د ملګرو ملتونو قراردادونو او د کشمیري اولس د بې پرې رائے تر مخه ممکن دے ۔۔











