یومِ شهدائے پولیس ، د خېبر بښتنوخوا ګورنر د پولیس لائنز پیښور دورہ

  پیښور05 اګست(اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په  یومِ شهدائے پوليس خیبرپښتونخوا  په موقع د  پولیس لائنز پیښور دورہ وكړه۔ د  ګورنر هاوس پیښور تر مخه  په دې موقع سي سي پي او میاں سعید او   د پولیس اعلیٰ چارواكو د  ګورنر خیبرپښتونخوا فیصل کریم کډي هر كلے وكړو ۔ګورنر د شهدائے پولیس په ياد ګار د ګلونو  څادر وغوړولو ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي د پوليس …

 

پیښور05 اګست(اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په  یومِ شهدائے پوليس خیبرپښتونخوا  په موقع د  پولیس لائنز پیښور دورہ وكړه۔ د  ګورنر هاوس پیښور تر مخه  په دې موقع سي سي پي او میاں سعید او   د پولیس اعلیٰ چارواكو د  ګورنر خیبرپښتونخوا فیصل کریم کډي هر كلے وكړو ۔ګورنر د شهدائے پولیس په ياد ګار د ګلونو  څادر وغوړولو ۔ ګورنر فیصل کریم کنډي د پوليس شهدانو   ثواب او  لوړو درجو  لپاره دعا وكړه ۔ګورنر فیصل کریم کنډي  د پولیس شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ په دې موقع ګورنر ووئېل د پولیس شهيدانو قربانۍ امن، د قانون واكمنۍ او د وطن  دفاع  لپاره روښانه مثالونه دي ۔ ده ووئېل د خیبرپښتونخوا پولیس د ترهه ګرۍ  خلاف جنګ كښې   د ځانګرې   جرأت، پیشه ورہ صلاحیت او د قربانیو تاریخ رقم کړو ،ټول قام د پوليس شهدا عظیمو قربانیو ته سلام كوي ۔ده ووئېل  د شهيدانو  كورنۍ د قام قیمتي سرمایه ده ، د دوي عزت او ښیګړه  زمونږ شريكه  ذمه واري ده ۔ده ووئېل  د پولیس شهيدانو وينه د امن، استحکام او د اولس محفوظ سباون ضمانت ده ، د خیبرپښتونخوا پولیس قربانۍ به عمر له  د سرو زرو  ټكو یاد ساتلې شي۔۔

مزید خبریں