د خېبر پښتونخوا ګورنر په مشرۍ كښې د كشمير استحصال ورځې په موقع د يووالي لاريون

  پېښور ۔ 05 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخو ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع د يووالي لاريون ووېستلے شو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د كشمير استحصال ورځې په مناسبت سره رېلي ته د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي خطاب وكړو۔ لاريون ته خپل خطاب كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل ټوله اسلامي نړۍ …

 

پېښور ۔ 05 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخو ګورنر فېصل كريم كنډي په مشرۍ كښې د شورو په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع د يووالي لاريون ووېستلے شو۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د كشمير استحصال ورځې په مناسبت سره رېلي ته د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي خطاب وكړو۔ لاريون ته خپل خطاب كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل ټوله اسلامي نړۍ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د ستړو ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د كشمير آزادۍ لپاره پاكستانے قام هرې قربانۍ وركولو له چمتو دے۔ ده ووئيل پاكستان تل منطقه كښې امن ٬ استحكام او ذمه وارې سفارتكارۍ ته ودې وركولو له مثبت او مؤثر كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل د هند د پاكستان ترهګر رياست ثابتولو ټولې هڅې ناكامه شوې٬نړيوالې ورورولۍ د پاكستان دريځ تسليم كړے چې پاكستان يو سوله ايز رياست دے۔ ده ووئيل د پاكستان هر وګړے د خپلو كشميري ورونړو تر څنګ ولاړ دے او د دوئي د جائزو حقونو بشپړ ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا ٬ امن او د هېواد د ګټو په چارو ټول  قام يو موټے دے