سوات ۔ 4 اګست (اے پي پي) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د سوات چاؤدنې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنې لپاره د سيدو شريف هسپتال دوره وكړه چرته چې هغه د ژژبل شوو خيريت وپوښتلو او د هغوي زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔ وفاقي وزير د هسپتال د بېلا بېلو وارډونو دوره وكړه ٬ د ژوبل شوو سره يې ملاقات وكړو او …
د وفاقي وزير انجينئر امير منقام د سوات چاؤدنې د ژوبل شوو كسانو عيادت لپاره د سيدو شريف هسپتال دوره

مزید خبریں
سوات ۔ 4 اګست (اے پي پي) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د سوات چاؤدنې د ژوبل شوو كسانو تپوس پوښتنې لپاره د سيدو شريف هسپتال دوره وكړه چرته چې هغه د ژژبل شوو خيريت وپوښتلو او د هغوي زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔ وفاقي وزير د هسپتال د بېلا بېلو وارډونو دوره وكړه ٬ د ژوبل شوو سره يې ملاقات وكړو او د هغوي د كورنيو د حوصلې يې ستائنه كولو سره باور وركړو چې وفاقي حكومت به د ځپلو كورنيو هر ممكن مرسته كوي ۔ په دې مهال خبرو كښې ده وئوېل د مسلم ليګ مشر نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف د اړخه د ژوبل شوو پوښتنې لپاره او دوي سره د يو والي څړګندونې له دلته راغلے يم۔ وفاقي وزير ووئېل زه په دې اورېدو ډېر خفه شم چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلې سره په داسې نازك وخت كښې هم د سياسيت فكر دے ۔ ده ووئېل وزيراعلې د صوبې چيف ايګزېكټو دے او د تېرو ديارلسو كالو نه صوبه كښې د دوي حكومت دے ٬ ځكه د امن و امان صورتحال قابو ساتل د صوبئاي حكوممت آئيني او انتظامي ذمه واري ده ۔ ده ووئېل دا وخت د تورونو لګولو يا د سياسي لمبرو جوړولو نه دے بلكې د سياست نه بالا د ترهه ګرۍ غوندې ناسور خلاف يو والي ته اړتيا ده۔ ده زور راوړو چې د قامي سلامتيا او د اوسل په تخفظ چارو ټولو سياسي قواؤ له په ګده تګلاره جوړول دي۔











