بيجنګ۔3 اګست(اے پي پي) پولېنډ د يوې زړه پورې مقابلې نه پس امرېكې ته په 2۔3 ماتې وركولو سره پرله پسې په دويم ځل د نارينه ؤو والي بال نېشنز ليګ 2026 ټائټل پخپله نامه كړو٬ دغسې سلووېنيا خپل حريف جاپان ته په 1۔3 ماتې وركولو سره د ټورنامنټ د تاريخ وړومبۍ د پيتلو تمغه تر لاسه كړه ۔د شهنوا تر مخه د چين په ننګبو ښكار كښې په بېلون …
والي بال٬ پولېنډ پرله پسې په دويم ځل د وي اين ايل ټائټل وګټلو

مزید خبریں
بيجنګ۔3 اګست(اے پي پي) پولېنډ د يوې زړه پورې مقابلې نه پس امرېكې ته په 2۔3 ماتې وركولو سره پرله پسې په دويم ځل د نارينه ؤو والي بال نېشنز ليګ 2026 ټائټل پخپله نامه كړو٬ دغسې سلووېنيا خپل حريف جاپان ته په 1۔3 ماتې وركولو سره د ټورنامنټ د تاريخ وړومبۍ د پيتلو تمغه تر لاسه كړه ۔د شهنوا تر مخه د چين په ننګبو ښكار كښې په بېلون جمنازيم كښې شوي د وي اين اېل بي د نارينه وو والي بال نېشنز ليګ په فائنل مېچ كښې نړيوال لمبر ون پولېنډ وړومبے سېټ په 21 ۔25 وګټلو ٬ خو امرېكې بيا په ښې لوبې كولو وړاندې دواړه سېټونه به 23 ۔25 او 25۔27 څخه پخپله نامه كولو سره په مېچ خپل ګرفت مضبوط كړو۔ دغسې په څلورم سېټ كښې د 20۔20 په برابر سكور د پولېنډ ټامس فارنل د غوره سروسز د لارې خپله ډله د 23۔25 په حساب پېنچم سېټ ته ورسوله ٬ په پېنځم او وروستي سېټ كښې د 5۔5 سكور نه پس پولېنډ د امريكائي لوبغاړو د تېروتنې څخه د ګټې پورته كولو په سبب د 5 ۔13برلاسے تر لاسه كړو او دغسې دا سېټ يې په 10۔15 ګټلو سره د درېم وي اين ايل ټائټل پخپله نامه كړو۔ د دې نه وړاندې د درېم پوزيشن په مېچ كښې سلووينيا جاپان ته په1۔3۔21۔25۔28۔26۔22۔25۔ 22۔25 ماتې وركولو سره د پيتلو تمغه وګټله۔









