پیښور03 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ سوات كښې د شوې چاودنې په نتيجه كښې د شهيدو شوو كورنيو سره ملاقات وكړو ۔په چاودنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه يې وكړه او امن او امان صورتحال په اړه يې د غونډې مشري وكړه۔د وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ د سوات په دوره كښې د …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سوات چاودنه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره ملاقات٬ د ژوبل شوو پوښتنه٬ د امن او امان صورتحال په اړه د غونډې مشري

مزید خبریں
پیښور03 اګست(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ سوات كښې د شوې چاودنې په نتيجه كښې د شهيدو شوو كورنيو سره ملاقات وكړو ۔په چاودنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه يې وكړه او امن او امان صورتحال په اړه يې د غونډې مشري وكړه۔د وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ د سوات په دوره كښې د كورنيو چارو خاص مرستيال طارق سعيد٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علي شاه٬د خېبرپښتونخوا پوليس آئي جي ذوالفقار حميد هم د هغه سره وو۔په دې موقع وزيراعلٰی تېره ورځ د شوې چاودنې په نتيجه كښې د شهيدو شوو كورنيو سره ملاقات وكړو ۔وزيراعلٰی د شهيدانو بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه او غم جنو كورنيو سره يې غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه۔وزيراعلٰی د سيدو شريف ټيجنګ روغتون دوره وكړه او په چاودنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه يې وكړه۔وزيراعلٰی ژوبل شوو ته د ښو طبي آسانيو باوري كولو او په علاج كښې د كومې بې غورۍ نه برداشت كولو هدايت وكړو ۔په دې موقع د وزيراعلٰی په مشرۍ كښې سوات كښې د امن او امان صورتحال په اړه د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔وزيراعلٰی ته د چاودنې٬امنيتي صورتحال او په روانې كاروائۍ تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس ځوانانو او د بې ګناه وګړو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل امن لپاره د خېبرپښتونخوا اولس٬پوليس او ټول سياسي او مذهبي قوتونو له به په ګده اودرېدل وي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد پرېكنده مرحله روانه ده ۔د دې د ويخه خاتمه زمونږ منزل دے۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس او اولس تحفظ لپاره به تر هر حده ځو۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا پوليس او سي ټي ډي ته د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره ټول وسائل وركوو۔ده ووئيلد خېبرپښتونخوا پوليس استعداد زياتولو لپاره 20 اربه روپۍ بيلې كړی شوي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس د 22 كلونو څخه د ترهه ګرۍ په بهادرۍ سره مقابله كوي٬زمونږ پوليس صلاحيت لرونكے او بهادر فورس دې۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې به د امن بحالۍ لپاره صوبائي حكومت په خپله پالېسۍ عمل كوي٬خېبرپښتونخوا كښې به امن راولو ۔ ده ووئيل چ مالي كال 27-2026 به د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ كال وي۔










