صوابۍ كښې د پولیس شهدا اوونۍ په لړ كښې د افسرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري

  پیښور ۔ 03 اګست (اے پي پي)صوابۍ كښې د شهدا اوونۍ په لړ كښې پولیس افسرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري وكړه ۔د صوابۍ پولیس وياند تر مخه هر كال یومِ شهدا پولیس په ډېر عقیدت و احترام سره نمانځلې كېږي ، د كومې مقصد چې هېواد لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو  مېړنو زامنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كول دي ۔ د پوليس شهدا اوونۍ په مناسبت …

 

پیښور ۔ 03 اګست (اے پي پي)صوابۍ كښې د شهدا اوونۍ په لړ كښې پولیس افسرانو د شهيدانو په قبرونو حاضري وكړه ۔د صوابۍ پولیس وياند تر مخه هر كال یومِ شهدا پولیس په ډېر عقیدت و احترام سره نمانځلې كېږي ، د كومې مقصد چې هېواد لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو  مېړنو زامنو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كول دي ۔ د پوليس شهدا اوونۍ په مناسبت سره ډي ایس پي سرکل ټوپي حسن خان د شهدا په  قبرونو حاضري وركړه ۔ په دې  موقع  ایس ایچ او ټوپي شاهي ملک خان ،ایس ایچ او  ګدون فواد خان،ایس ایچ او اتله صدام خان  او نور پولیس افسران هم د ده سره وو ، د پولیس يوې چټك  ډلې شهیدانو ته جلا جلا سلامي وكړه  او پولیس افسرانو د شهیدانو په قبرونو د ګلونو څادرې وغوړلې او د هغوي لوړو درجو لپاره يې دعا وكړه ، په دې موقع د شهيدانو وارثان هم  موجود  وو ۔