پېښور ۔ 03 اګست (اے پی پی) د سوات كبل تھاڼې مركزي دروازې ته نزدې د ترهګرو ځانمرګي بريد كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو کانسټېبل مکرم خان او کانسټېبل حسېن خان د جنازې مونځ جاوېد اقبال شهید پولیس لائن كښې د سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د سوات پوليس وياند له مخې د جنازې مونځ كښې آر پی او ملاکنډ سید فدا حسن شاہ، ډی پی او …
سوات، کبل چاؤدنه كښې د شهيد شوو پوليس اهلكارو د جنازې مونځ ادا كړے شو
پېښور ۔ 03 اګست (اے پی پی) د سوات كبل تھاڼې مركزي دروازې ته نزدې د ترهګرو ځانمرګي بريد كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو کانسټېبل مکرم خان او کانسټېبل حسېن خان د جنازې مونځ جاوېد اقبال شهید پولیس لائن كښې د سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د سوات پوليس وياند له مخې د جنازې مونځ كښې آر پی او ملاکنډ سید فدا حسن شاہ، ډی پی او سوات عمر خان او اېس پی آپرېشن سوات غلام صادق خان په شمول نورو پوليس آفسرانو او اهلكارو ګډون وكړو۔ د پولیس يوې چمتو دلې شهيدانو ته سلامي وكړه ٬ د هغوي په جسدونو يۍ ګلدستې كېښودلې او د هغوي سترو قربانيو ته يې پېرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي د لوړو درجو دعا وكړه۔ د جنازې مونځ څخه وروستو د شهيدانو جسدونه خاورو ته سپارلو له خپلو پلرونو سيمو ته روان كړے شول۔ په دې ځانمرګې بريد كښی په مجموعي توګه 16 كسان شهيدان شوي په كومو كښې چې 7ي پوليس اهلكار او 9 عام وګړي شامل دي











