د كرك ضلعې په اديرو كښې د پوليس شهيدانو په قبرونو قامي بېرغونه هسك كړے شول

  پېښور ۔ 03 اګست (اے پی پی) د ډي پی او کرک عمران خان په امر د كرك ضلعې په اديرو كښې د پوليس شهيدانو په قبرونو قامي بېرغونه هسك كړے شول او د پوليس چمتو ډلو د شهيدانو قبرونو ته سلامي كولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی۔ د كرك پوليس وياند له مخې دا اقدام د دې عزم او روايت عملي څرګندونه ده  چې د …

 

پېښور ۔ 03 اګست (اے پی پی) د ډي پی او کرک عمران خان په امر د كرك ضلعې په اديرو كښې د پوليس شهيدانو په قبرونو قامي بېرغونه هسك كړے شول او د پوليس چمتو ډلو د شهيدانو قبرونو ته سلامي كولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړی۔ د كرك پوليس وياند له مخې دا اقدام د دې عزم او روايت عملي څرګندونه ده  چې د ګران وطن امن ٬ سلامتيا او د اولس تحفظ له د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي  پوليس شهيدان په عزت ٬ احترام او وياړ سره ياد وساتلې شي۔ په دې موقع شهيدانو لپاره د لوړو درجو او هېواد سلامتيا او تلپاتي امن لپاره دعاګانې وغوښتلې شوې۔ كرك پوليس د دې لوظ پخلے وكړو چې د شهيدانو سترې قربانۍ به تل يادې ساتلې شي او د هغوئي د كورنيو عزت ٬ تكريم او هره ممكنه مرسته خپله لومړۍ ذمه واري ګڼلو سره به د دهغوي  د سترو قربانيو  ياد به نوي كول ته منتقل كولې شي دغسې چې په ټولنه كښې د شهادت ستر مقام ٬ ايثار ٬ وفا او وطن سره د مينې جذبې ته لا وده وركړې شي