پېښور – پیرز کوړی پل ته نزدې په پوليس وېن بريد ٬ د ډرائيور په شمول 2 پوليس اهلكار ژوبل

پېښور ۔ 02 اګست (اے پی پی) د ګلبهار تھاڼې په حدود كښې پیرز کوړی پل ته نزدې په پوليس وېن د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د ډرائيور په شمول 2 پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ د پېښور پوليس له مخې موبائل هغه مهال په نخښه كړے شوے څه وخت چې هغه د معمول په ګزمه روان و۔ د بريد په نتيجه كښې پوليس ګاډي ته زيان ورسېد …

پېښور ۔ 02 اګست (اے پی پی) د ګلبهار تھاڼې په حدود كښې پیرز کوړی پل ته نزدې په پوليس وېن د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د ډرائيور په شمول 2 پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ د پېښور پوليس له مخې موبائل هغه مهال په نخښه كړے شوے څه وخت چې هغه د معمول په ګزمه روان و۔ د بريد په نتيجه كښې پوليس ګاډي ته زيان ورسېد او د ډرائيور په شمول دوه پوليس اهلكار ژوبل شول۔ سی سی پی او پېښور ډاكټر مياں سعيد احمد د بريد ځاې دوره وكړه او دغلته يۍ د امنيتي وضعې او شواهدو تفصيلي جاج واغست۔ وروستو هغه په اېل آر اېچ روغتون كښې د ژوبل شوي ډرائيور كانسټېل حېدر علي او كانسټېبل يوسف تپوس پوښتنه وكړه او هغوي ته يۍ د غوره طبي آسانيو رسولو هدايت وكړو۔