لاهور۔1اګست (اے پی پی) د پاکستان د مرکزي جمعیت اهل حدیث امیر سېنېټر حافظ عبدالکریم په هدایت د رانا ټاون ٬ پټھان کالونۍ كښې سېلاب ځپلو کورونو ته منرل اوبه او خوراکي توکي ورسولې شو۔ د مرکزي جمعیت اهل حدیث سټي لاهور مشر قاري عمیر او حاجي ارشد مغل په دغو مرستو کښې فعاله كردار ترسره كړو۔ كشتۍ سره ګېر شویو سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي او نور ضروري …
د جمعیت اهل حدیث لخوا سېلاب ځپلو کورونو ته منرل اوبه او خوراکي توکي ورسولې شو
لاهور۔1اګست (اے پی پی) د پاکستان د مرکزي جمعیت اهل حدیث امیر سېنېټر حافظ عبدالکریم په هدایت د رانا ټاون ٬ پټھان کالونۍ كښې سېلاب ځپلو کورونو ته منرل اوبه او خوراکي توکي ورسولې شو۔ د مرکزي جمعیت اهل حدیث سټي لاهور مشر قاري عمیر او حاجي ارشد مغل په دغو مرستو کښې فعاله كردار ترسره كړو۔ كشتۍ سره ګېر شویو سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي او نور ضروري سامانونه ورسول شول. حافظ ممتاز حسین وویل سټي لاهور تل د فلاحي او تنظیمي فعالیتونو په ترسره کولو کښې په زړه پورې رول لوبولې دې او د سیلاب ځپلو خلکو سره به بشپړه مرسته دوامداره ساتلې شي۔ هغه زياته كړه چې د سټي لاهور د كابينې ټول غړي او د صوبائي حلقو شتمن كسان او ناظمين متحرك كړې شوي دي۔










