د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی كوئټه كښې د سكرو په درنګ كښې په چاودنه د غم دړد څرګندونه وكړه

  پېښور 31 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي كوئټه كښې د سكرو په درنګ كښې په چاودنه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د وزيراعلٰی هاؤس پیښور وياند له مخې د پېښې په مهال د خېبرپښتونخوا په خاص توګه  د شانګله ضلعې سره تعلق لرونكې ګڼو خواري كښ په كان كښې موجود وو۔وزيراعلٰی سهيل آفريدي په حق رسېدلو خواري كښو كورنيو سره د يو والي او …

 

پېښور 31 جولائي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي كوئټه كښې د سكرو په درنګ كښې په چاودنه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د وزيراعلٰی هاؤس پیښور وياند له مخې د پېښې په مهال د خېبرپښتونخوا په خاص توګه  د شانګله ضلعې سره تعلق لرونكې ګڼو خواري كښ په كان كښې موجود وو۔وزيراعلٰی سهيل آفريدي په حق رسېدلو خواري كښو كورنيو سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔په دې موقع وزيراعلٰی سهيل آفريدي ووئيل  د خېبرپښتونخوا حكومت په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو سره ولاړ دے٬هغوي ته به هر ممكن مرسته وركولې شي۔وزيراعلٰی اړوند چارواكو ته ځپليو كورنيو سره پرله پسې د رابطې ساتلو او  د هر ممكنه مرستې باوري كولو هدايت وكړو ۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي د بلوچستان وزيراعلٰی سره په ټيليفون رابطه هم وكړه ۔ چا له چې  د بلوچستان وزيراعلٰی د هر ډول مرستې او د ټولو ضروري انتظاماتو باوري كولو باور وركړو ۔