ميرپور ډويژن كښې په سولئيز ماحول كښې د ووټنګ عمل روان دے، د آزاد کشمير چيف اليکشن کمشنر

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د آزاد کشمير چيف اليکشن کمشنر جسټس (ر) غلام مصطفيٰ مغل وئيلي دي په ميرپور ډويژن كښې پولنګ سهار په اته بجې پېل شوے دے او په سوله ايز ماحول كښې د ووټنګ عمل روان دے۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل  انتخابات ھغه موقع ده كله چې د خپلې خوښې په ووټ  خپل استازي ټاكلې كېږي ، ده اولس ته غږ …

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د آزاد کشمير چيف اليکشن کمشنر جسټس (ر) غلام مصطفيٰ مغل وئيلي دي په ميرپور ډويژن كښې پولنګ سهار په اته بجې پېل شوے دے او په سوله ايز ماحول كښې د ووټنګ عمل روان دے۔ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل  انتخابات ھغه موقع ده كله چې د خپلې خوښې په ووټ  خپل استازي ټاكلې كېږي ، ده اولس ته غږ وګړو چې د ووټ اچولو لپاره د كورونو نه راووځئ ۔ چيف اليکشن کمشنر ووئيل  د ووټرز پولنګ سټيشنز ته تګ راتګ لپاره موثر انتظامات شوي دي۔ ده د ميرپور ډويژن اولس ته غږ وكړو چې په ډنډورو پسې غوږ مه وړئ او د خپل ووټ لپاره بهر راووځۍ او د خپل قېمتي ووټ  په وركولو حکومت سازۍ كښې مهم كردار ولوبوئ كومه چې ستاسو مذهبي او قانوني فريضه ده۔