لاهور۔27 جولائی (اے پی پی) د پاكستان انډر 21 هاكي ډله 5 ټېسټ مېچونه كولو له عمان ته روانه شوه٬چرته به چې هغه د كوربه هېواد سینئر نېشنل لوبډلې خلاف مېدان ته كوزيږي۔ د پی اېچ اېف وياند له مخې هېډ کوچ اولمپین ایاز محمود، کوچ اولمپیئن سمیر حسېن او کوچ اظفر یعقوب هم لوبډلې سره دے۔ د عمان دورې په مهال پاکستان انډر 21 لوبډله خپل اولنے ټېسټ مېچ …
د پاكستان انډر 21 هاكي ډله د 5 ټېسټ مېچونو سيريز له عمان ته روانه شوه
لاهور۔27 جولائی (اے پی پی) د پاكستان انډر 21 هاكي ډله 5 ټېسټ مېچونه كولو له عمان ته روانه شوه٬چرته به چې هغه د كوربه هېواد سینئر نېشنل لوبډلې خلاف مېدان ته كوزيږي۔ د پی اېچ اېف وياند له مخې هېډ کوچ اولمپین ایاز محمود، کوچ اولمپیئن سمیر حسېن او کوچ اظفر یعقوب هم لوبډلې سره دے۔ د عمان دورې په مهال پاکستان انډر 21 لوبډله خپل اولنے ټېسټ مېچ په 29 جولائی، دويم په 31 جولائي ٬ درېم په 1 اګست ٬ څلورم په 2 اګست او پنځم او وروستے ټېسټ مېچ په 4 اګست كوي۔ د پاکستان هاکی فېډرېشن صدر محی الدین احمد وانی قومي انډر 21 لوبډلې له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل ځوانانو لوبغاړو له د عمان خلاف په ټېسټ سيريز كښې د ګډون كولو موقع وركولو مقصد د دوئي ډاډګيرنه كوله او په نړيواله كچه دوئي ته تجربه وركول دي۔ ده ووئيل د بهرنيو لوبډلو خلاف لوبه كولو سره به د جونيئر لوبغاړو اعتماد او مورال لوړ شي كوم به چې سباؤن كښې قامي لوبډلې لپاره ګټور ثابت شي









