د فټ بال نړيوال جام په ګټلو د سپېن 20 لاکھه مداحوانو  مېډرډ كښې جشن ونمانځلو

  میډرډ۔21جولائي(اے پي پي)د سپین فټ بال ډلې میډرډ كښې د اوپن ټاپ بس پریډ  په مهال نزدې 20 لاکھه شائقین  په زړه پورې كلے وكړو او په  پلازا ډي سیبیلس د دويم نړيوال کپ ګتلو خوشحالي يې ونمانځله۔ په نیو جرسي كښې شوي  23 م فیفا ورلډ کپ  په فائنل میچ كښې ارجنټائن ته په اضافي وخت  كښې د  0-1 په حساب ماتې وركولو نه پس میډرډ ته په …

 

میډرډ۔21جولائي(اے پي پي)د سپین فټ بال ډلې میډرډ كښې د اوپن ټاپ بس پریډ  په مهال نزدې 20 لاکھه شائقین  په زړه پورې كلے وكړو او په  پلازا ډي سیبیلس د دويم نړيوال کپ ګتلو خوشحالي يې ونمانځله۔ په نیو جرسي كښې شوي  23 م فیفا ورلډ کپ  په فائنل میچ كښې ارجنټائن ته په اضافي وخت  كښې د  0-1 په حساب ماتې وركولو نه پس میډرډ ته په رسېدو  د ډلې بادشاہ فلپ ششم او  وزیراعظم پیډرو سانچیز په سرکاري توګه هر كلے وكړو  ، د كوم نه پس چې  لوبغاړو مونکلوا پیلس څخه په   بس  كښې مزل پېل كړو چرته چې د  سړکونو دواړو اړخو ته د 18 لاکھه نه زيات  مداح موجود وو ۔ د شپې 10 بجو نه  بس پلازا ډي سیبیلس ته ورسېد چرته چې نور 1 لاکھ 20 زره شائقین د څو ساعتو نه  منتظر وو  ۔ د سختې ګرمۍ باوجود  لوبغاړو وار په وار د  نړيوال  كپ ټرافي پورته كړه  او د خپلو مداحانو سره يې  نغمې ووئېلې ، دغسې دفاعي لوبغاړي  مارک کُکوریا د ډھول په وهلو شائقین محظوظ کړل ۔ خو د خوشحالو  په دې ماحول  يوې  افسوسناکې پیښې هم خپل سېورے خپور كړو۔ سیوداد رودریګو كښې  د جشن  په مهال  د يوې  فوارې غورځېدو څخه 13 كلنه مداح مړ شوے ؤ ٬ دغسې بارسلونا كښې د شوې هلې ګولې په مهال پولیس 3 كسان  ګرفتار کړل او نزدې 30 كسانو ته طبي مرسته وركړې شوه۔

مزید خبریں