وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د پاکستان پټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن پلاوي وليدل٬  پټروليم ډيلرز هره ورځ د بيعې مقررولو د نظام هركلے وكړو٬  حکومتي اصلاحات لپاره د ملاتړ اعلان

  اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د پاکستان پټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن (پي پي ډي اے) پلاوي د چيف ايډوائزر ملك خدا بخش په مشرۍ كښې وليدل چې پكښې د پټروليم مصنوعات د بيعو نظام، ډي ريګوليشن او د پټروليم ډيلرز په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ملاقات كښې د پي پي ډي اے پلاوي …

 

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك سره د پاکستان پټروليم ډيلرز ايسوسي ايشن (پي پي ډي اے) پلاوي د چيف ايډوائزر ملك خدا بخش په مشرۍ كښې وليدل چې پكښې د پټروليم مصنوعات د بيعو نظام، ډي ريګوليشن او د پټروليم ډيلرز په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په ملاقات كښې د پي پي ډي اے پلاوي د آبنائے هرمز بحران په مهال ګرد هېواد كښې د پټروليم مصنوعات د كوم تعطل نه غېر د رسنې باوري كولو د حكومت او وزارت د كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ پلاوي ووئيل په منطقه كښې د غېر يقيني صورتحال باوجود پاکستان كښې د ايندھن رسنه نه ده ځپلې شوې كومه چې د حكومت په وخت او د موثر اقدامات نتيجه ده٬ په دې موقع وفاقي وزير باور وركړو چې ډيلرز رائے به په پاليسي سازۍ كښې شاملولې شي او د ګټې مارجن پشمول په نورو مسئلو به پېشرفت كولې شي۔ ده په دې لړ كښې د پي پي ډي اے د استازو او اوګرا ترمېنځه هم نن د غونډې كولو پرېكړه وكړه دغسې چې په ټولو چارو تفصيلي غور وكړے شي۔ وفاقي وزير د پي پي ډي اے د مشرانو د ګټورې مرستې او د حکومتي اصلاحاتي ايجنډې په ملاتړ كولو د دوي مننې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت به ټولو اړوندو ډلو سره په ګډه سپېځلتيا، مسابقتي او صارف دوست پټروليم مارکيټ جوړول او د اولسي مفادات تحفظ لپاره كاري روان ساتي۔ په پلاوي كښې چيف ايډوائزر ملک خدا بخش، راجه وسيم کياني،چوهدري ظفر الٰهي، بابر علي چوهدري او چوهدري فيصل عارف شامل وو۔