ډيلاس ۔15 جولائي (اے پي پي) د فرانس د فټ بال ډلې د منېجر ډيډير ډيس چېمپس غوره او اوږد مزل هغسې نه ختمېږي له څنګه چې هغه غوښتلو ٬ اوس به هغه د فيفا ورلډ كپ 2026 د دريم پوزيشن لپاره پلے آف مېچ كښې د خپلې ډلې مشري كوي د كومې چې څوك هم خوښي نه لري۔د بي بي سي تر مخه د فرانس 57 كلنه ډيډير چېمبس …
د فرانس فټ بال ډله په سيمې فائنل كښې د ماتې خوړولو نه پس به اوس د درېم پوزيشن لپاره مېدان ته كوزېږي۔
ډيلاس ۔15 جولائي (اے پي پي) د فرانس د فټ بال ډلې د منېجر ډيډير ډيس چېمپس غوره او اوږد مزل هغسې نه ختمېږي له څنګه چې هغه غوښتلو ٬ اوس به هغه د فيفا ورلډ كپ 2026 د دريم پوزيشن لپاره پلے آف مېچ كښې د خپلې ډلې مشري كوي د كومې چې څوك هم خوښي نه لري۔د بي بي سي تر مخه د فرانس 57 كلنه ډيډير چېمبس چا چې په 1998 كښې د لوبغاړي او په 2018 كښې د منېجر په حېث ورلډ كپ ګتلے ؤ د هغه په درېم ځل د ټرافۍ پورته كولو خوب د فيفا ورلډ كپ 2026 په وړومبي سيمې فائنل كښې د سپېن خلاف د 0۔2 په حساب تعبير ونه موندلو۔ ډلاس كښې شوي مېچ كښې د فرانس ډلې يوازې 10 شاټس ولګول كوم چې په ورلډ كپ كښې د هغوي تر ټولو لږ سكور دے او په ټول تورنامنټ كښې د ښې كاركردګۍ ښونكې فرانوي ډلې په دې مهمه سيالۍ كښې خپلې هيلې تر سره نه كرې ۔ هر څو چې دا ماتې د فرانس لپاره مايوسي لرونكې ده خو چيس چېمپس د منېجر په حېث د 26 مېچونو كوم چې تر ټولو زيات دي په ورلډ كپ كښې په مشري كولو نوے رېكارډ جوړ كړو۔ هغه په جنورۍ 2025 كښې تصديق كړے ؤ چې د دې ټورنامنټ نه پس به د خپلې چوكۍ څخه جلا شم۔ د هغه الوداعي مېچ به د خالي په ورځ ميامي كښې د انګلېنډ او ارجنټائن تر مينځه د دوېم سيمې فائنل ماتې خوړونكې ډلې سره وي









