جميكا۔14 جولائي (اے پي پي)د وېسټ انډېز او نيوزي لېنډ كركټ ډلو تر مينځه د 5 يو ورځنو انټر نېشنل مېچونو سېريز درېم مېچ به په 17 م جولائي پرووېډنس ستېډيم ګيانا كښې كېږي۔ د سپورټس وېب پانې تر مخه د نيوزي لېنډ ډله په دې ورځو كښې د وېسټ انډېز په دوره ده چرته به چې هغه 5 د يو ورځنو مېچونو سېريز كوي۔ د 5 مېچونو په …
د وېسټ انډېز او نيوزي لېنډ ډلو تر مينځه درېم انټر نېشنل يو ورځنے مېچ به په 17 م جولائي كېږي
جميكا۔14 جولائي (اے پي پي)د وېسټ انډېز او نيوزي لېنډ كركټ ډلو تر مينځه د 5 يو ورځنو انټر نېشنل مېچونو سېريز درېم مېچ به په 17 م جولائي پرووېډنس ستېډيم ګيانا كښې كېږي۔ د سپورټس وېب پانې تر مخه د نيوزي لېنډ ډله په دې ورځو كښې د وېسټ انډېز په دوره ده چرته به چې هغه 5 د يو ورځنو مېچونو سېريز كوي۔ د 5 مېچونو په سېريز كښې دواړو ډلو يو يو مېچ ګټلے دے ۔ وېسټ انډېز په وړومبي ون ډے مېچ كښې كيوي ډلې ته په 7 وكټو ماتې وركولو سر بر لاسے تر لاسېه كړے ؤ خو مېلمنې ډلې په دوېم مېچ كښې په ښه كم بېك كولو كوربنې ډلې ته په 5 وكټو ماتې وركولو سره سريز د 1۔1 په حساب يو برابر كړو ۔ د نيزي لېنډ ډلې مشري آل راونډر مچل سېټنز كوي او د وېسټ انډېز ډلې مشري شائي هوپ كوي۔












