نيويارك۔13 جولائي ٠اے پي پي) د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا تر سېوري لاندې د 23 ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ 2026 سيمې فائنل لائن اپ مكمل شوے دے۔ د اي ايس پي اين تر مخه د كوارټر فائنل راونډ ترسره كېدو نه پس دفاعي چېمپيئن ارجنټائن ٬ انګلېنډ ٬ سپېن او د فرانس ډلې سيمې فائنل ته رسېدلې دي۔ 23 ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ خپل اختتامي مراحل …
د 23 م فيفا ورلډ كپ وړومبے سيمې فائنل مېچ به د سپېن او فرانس تر مينځه په 14 م جولائي كېږي
نيويارك۔13 جولائي ٠اے پي پي) د فټ بال نړيوال تنظيم فيفا تر سېوري لاندې د 23 ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ 2026 سيمې فائنل لائن اپ مكمل شوے دے۔ د اي ايس پي اين تر مخه د كوارټر فائنل راونډ ترسره كېدو نه پس دفاعي چېمپيئن ارجنټائن ٬ انګلېنډ ٬ سپېن او د فرانس ډلې سيمې فائنل ته رسېدلې دي۔ 23 ورلډ كپ فټ بال ټورنامنټ خپل اختتامي مراحل پلو روان دے۔ د فټ بال ورلډ كپ كښې امريكا ٬ كاناډا او مېكسيكو كښې كتونكو ته د فټ بال ښې سيالۍ كتلو موقع تر لاسه كېږي۔ د مېګا ايونټ د سيمې فائنل راونډ به د 14 جولائي نه پېل كېږي او په دې لړ كښې وړومبے سيمې فائنل مېچ به د فرانس او سپېن ډلو تر مينځه په 14 جولائي اے ټي اېنډ ټي استېډيم ٬ آرلنګن امريكا كښې كېږي ۔ دويم سيمې فائنل به په 15 جولائي د دفاعي چېمپيئن ارجنټائن او انګلېنډ ډلو تر مينځه كېږي او دا مېچ به مرسډيز بېنز سټېډيم اټلانټا امريكا كښې كېږي۔ واضحه دې وي چې د ميګا ايونټ دريم پوزېشن لپاره مېچ به په 18 جولائي او فائنل مېچ به په 19 جولائي كومېټ لائف سټېډيم ايسټ ردر فورډ امريكا كښې كېږي۔











