لاهور۔8جولائی(اے پی پی)عاقب جاوېد د سلمان بټ پروګرام "سټریټ ډرائیو" كښې د ګډون كولو په مهال خپل د كركټ سفر ، پلېئر پاتھ وېز، سلېکشن پالېسۍ، سېنټرل کنټرېکټس، اکېډمي سټرکچر او د کرکټ ډیوېلپمنټ په اړوند چارو خبرې وكړې۔ ده ووئيل د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې په ګرد هېواد كښې د كركټ پرمختګ لپاره جدي ګامونه پورته كولې شي۔ د عاقب جاوېد وېنا وه …
د پي سي بي چيئرمېن په مشرۍ كښې د كركټ پرمختګ له مثبت اقدامات روان دي : عاقب جاوېد
لاهور۔8جولائی(اے پی پی)عاقب جاوېد د سلمان بټ پروګرام “سټریټ ډرائیو” كښې د ګډون كولو په مهال خپل د كركټ سفر ، پلېئر پاتھ وېز، سلېکشن پالېسۍ، سېنټرل کنټرېکټس، اکېډمي سټرکچر او د کرکټ ډیوېلپمنټ په اړوند چارو خبرې وكړې۔ ده ووئيل د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې په ګرد هېواد كښې د كركټ پرمختګ لپاره جدي ګامونه پورته كولې شي۔ د عاقب جاوېد وېنا وه چې د ټېسټ كركټ سلېكشن بايد د داسې كمبينشن له مخې وكړې شي كوم چې د 20 وكټونو ترلاسه كولو صلاحيت لري ، ولې چې په دې فارمېټ كښې د غېر ضروري تجربو هېڅ ګنجائش نه وي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان په پليئر پاتھ وے كښې نظم وضبط ، رېډ بال کرکټ او اکېډمی سسټم ته به خصوصي پاملرنه كول وي۔ ده ووئيل د ځوان فاسټ بالروز په سم ډول مېنجمنټ د پاكستان كركټ سباؤن لپاره زيات مهم دے۔ ده د فاسټ بولر عامر جمال ستائنې كولو سره ووئيل په كېمپ كښې د هغه رفتار ٬ شارپنس او د اوږد سپېلز كولو صلاحيت زيات متاثره كړم۔ ده ځوان فاسټ بولر علي رضا صلاحيت لرونكے ګرځولو سره ووئيل هغه ته په تندۍ كښې زيات ورك لوډ بايد ورنكړے شي بلكه د هغه په جسماني توګه مضبوطولو او دمه په دمه مخ په وړاندې تللو ته دې مناسب وخت وركړے شي۔








