فيفا ورلډ كپ 2026 ٬  ارجنټائن په ټاپ 16 كښې  د په زړه پورې مقابلې نه پس مصر ته  په 2۔3 ماتې وركړه

  اټلانټا۔8 جولائي (اے پي پي) دفاعي چېمپيئن  ارجنټائن   د قيفا ورلډ كپ 2026 په پرې ګوارټر فائنل راونډ كښې د ډېرې زړه پورې مقابلې نه پس مصر ته په 2۔3 ماتې وركولو سره كوارټر فائنل كښې ځانله ځائے جوړ كړو۔  كرسچن روميرو ٬ كپتان ليونل ميسي او اينزو فرنانډېز يو يو  ګولو كولو سره خپلې ډلې له فتح وركړه۔  د مصر د اړخه  ياسر ابراهيم او مصطفې زيكو يو …

 

اټلانټا۔8 جولائي (اے پي پي) دفاعي چېمپيئن  ارجنټائن   د قيفا ورلډ كپ 2026 په پرې ګوارټر فائنل راونډ كښې د ډېرې زړه پورې مقابلې نه پس مصر ته په 2۔3 ماتې وركولو سره كوارټر فائنل كښې ځانله ځائے جوړ كړو۔  كرسچن روميرو ٬ كپتان ليونل ميسي او اينزو فرنانډېز يو يو  ګولو كولو سره خپلې ډلې له فتح وركړه۔  د مصر د اړخه  ياسر ابراهيم او مصطفې زيكو يو يو ګول سكور وكړو۔ د اي ايس  پي اين تر مخه  د امرېكې په اټلانټا  ښار كښې شوي د راونډ 16 مېچ كښې  ټورنامنټ كښې په وړومبي ځل  ګدون كونكې د مصر ډلې د جرآت منده لوبې په كولو  د مېچ په وړومبو 15 منټه  كښې د ياسر ابراهيم د هېدر ګول  له امله بر لاسے تر لاسه كړو ۔ د مېچ په 19 منټه   ارجنټائن ته پنالټي كك وركړے شو  خو نامتو لوبغاړي ليسي د مصر ګول كيپر په وړاندې ناكامه راغلو  او د هغه هټ ايسار كړے شو۔  په بل هاف كښې  په 67 منټه  د مصر مصطفې زيكو په كاونټر اټېك  ګولو كولو  د خپل ډلې بر لاسے 0۔2 ته ورسوو٬ د كوم نه پس چې  ارجنټائن سره د خپلې ماتې فكر شو ۔ خو ارجنټائن  د مېچ رخ داسې بدل كړو  چې وړومېے ګول كرسپين روميرو  وكړو  بيا لينل ميسي د ډي باكس دننه  د سختې مقابلې نه پس په ګول كولو مېچ د 2۔2 په حساب يو برابر كړو ۔دغسې د مېچ په اضافي وخت كښې  (اسټاپچ ټائم)  كښې اينزو فرنانډېز په كاونټر اټېك پرېكنده ګول كولو سره د ارجنټائن په فتح ټاپه اوهله۔  واضحه دې وي چې كواتر فائنل كښې د ارجنټائن مقابله به اوس د سوئټزر لېنډ يا د كولمبيا سره  وي۔