واشنګټن۔7 جولائي (اے پي پي)بيلجيئم د فيفا ورلډ كپ په پرې كوارټر فائنل كښې د يوې ښې مقابلې نه پس كوربنې ډلې امرېكې ته په 1۔4 عبرتناكه ماتې وركولو سره هغه د ټورنامنټ نه بهر كړه۔ د ډهاكه ټرېبون تر مخه د بېلجيم چارلس ډي كېټېلير 2 ٬ هنس وانا كن او تو روميلو يو يو ګول كولو سره خپلې ډلې له فتح وركړه۔ د امرېكې د اړخه يو …
بيلجيئم د امرېكې د ورلډ كپ 2026 ګتلو خوب بے معنې كړو ٬ په ټاپ 16 كښې په 1۔4 ماتې

مزید خبریں
واشنګټن۔7 جولائي (اے پي پي)بيلجيئم د فيفا ورلډ كپ په پرې كوارټر فائنل كښې د يوې ښې مقابلې نه پس كوربنې ډلې امرېكې ته په 1۔4 عبرتناكه ماتې وركولو سره هغه د ټورنامنټ نه بهر كړه۔ د ډهاكه ټرېبون تر مخه د بېلجيم چارلس ډي كېټېلير 2 ٬ هنس وانا كن او تو روميلو يو يو ګول كولو سره خپلې ډلې له فتح وركړه۔ د امرېكې د اړخه يو ګول ملك ټلمېن وكړو ۔ د امرېكې په سياټل لومېن فيلډ لوبغالي كښې شوي مېچ كښې د خلقو ټول پام د امرېكې فلورين بالوګن ته ؤ چا ته چې د صدر ټرمپ په مداخلت په فيفا ورلډ كپ كښې د لوبې كولو اجازه وركړې شوې وه خو هغه په مېچ كښې ډېر ناكامه ثابت شو۔ د بېلجيم د اړخه چارلس ډي كېټېلير دوه ښه ګولونه وكړل ٬ دغسې هنس واناكېن د امرېكې د ګول كيپر د لويې تېروتنې ڼه په ګټه پورته كولو درېم او د متبدل لوبغاړي روميللو لوكا په اضافي وخت كښې څلورم ګول كولو سره 24 كاله پس د امرېكې كوارټر فائنل ته د رسېدو خوب بے معنې كړو۔د امرېكې د اړخه واحد ګول ملګ ټېل مېن په فري كك وكړو۔ د بېلجيم مقابله به اوس په لاس اينجلس كښې د سبېن سره وي۔











