ډيلاس 07 جولائي (اے پي پي) د سپېڼ فټ بال ډلې په فيفا ورلډ كپ 2026 كښې په پرې كوارټر فائنل كښې پرتګال ته په يوه خوندوره مقابله كښې د 0۔1 څخه په ماتې وركولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔ د اي ايس پي اين تر مخه ميكائېل ميرېنو د مېچ په وروستو لمحو كښې په پرېكنده ګول كولو خپلې ډلې له بريا وركړه۔ دغسې سپېن …
فيفا ورلډ كپ 2026 ٬د سپېن فټ بال ډله كوارټر فائنل ته ورسېده٬ پرتګال په ټاپ 16 كښې ماتې خوړولو نه پس بهر
ډيلاس 07 جولائي (اے پي پي) د سپېڼ فټ بال ډلې په فيفا ورلډ كپ 2026 كښې په پرې كوارټر فائنل كښې پرتګال ته په يوه خوندوره مقابله كښې د 0۔1 څخه په ماتې وركولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔ د اي ايس پي اين تر مخه ميكائېل ميرېنو د مېچ په وروستو لمحو كښې په پرېكنده ګول كولو خپلې ډلې له بريا وركړه۔ دغسې سپېن د يوې غوره مقابلې نه پس پرتګال ته د 0۔1 په حساب ماتې وركولو سره هغه د ټورنامنټ نه بهر كړه بلكې ځان له يې كوارټر فائنل كښې هم ځائے جوړ كړو۔ د كرسټينا رونالډو د ورلډ كپ ګټلو خوب تعبير ونه موندلو۔ د امرېكې په ډېلاس ښار كښې شوي مېچ كښې د دواړو ډلو ترمينځه ښه مقابله وشوه خو په وروستو لمحو كښې د سپېن ډلې په ګول كولو پرتګال د ټونامنټ نه بهر كړو۔ د سپېن د اړخه ميكائېل ميرېنو په 90 منټه كښې كول كول پرېكنده ثابت شو او په ماتې خوړولو دغسې ج پرتګال د ورلډ كپ 2026 سفر اختتام ته ورسېد۔كرسټينا رونالډو په دې مهال پخپل جذبات قابو ونه موندلو او ژړه غونے شو۔ واضحه دې وي د سپېن مقابله به كوارټر فائنل كښې د بېلجيئم او امرېكې تر مينځه د ګټونكې ډلې سره وي۔












