فيفا ورلډ كپ  2026 ٬  مېكسيكو  ته په تاريخي ماتې  وركولو انګلېنډ كوارټر فائنل ته ورسېد

  مېكسيكو سټي۔ 6 جولائي (اے پي پي)  د انګلېنډ ډله  د فيفا ورلډ كپ پرې  كوارټر فائنل مېچ كښې كوربنې ډلې  مېكېيكو ته د يو زړه پورې مقابلې نه پس د دوو ګولونو په مقابل كښې په دريو ګولونو ماتې وركولو سره كوارټر فانل ته ورسېده۔  د اي اېس پي اين تر مخه  انګلېنډ د مېكسيكو خلاف  په ازټيكا لوبغالي كښې  د ښې كاركردګۍ ښودولو  سره  فتح پخپله نامه …

 

مېكسيكو سټي۔ 6 جولائي (اے پي پي)  د انګلېنډ ډله  د فيفا ورلډ كپ پرې  كوارټر فائنل مېچ كښې كوربنې ډلې  مېكېيكو ته د يو زړه پورې مقابلې نه پس د دوو ګولونو په مقابل كښې په دريو ګولونو ماتې وركولو سره كوارټر فانل ته ورسېده۔  د اي اېس پي اين تر مخه  انګلېنډ د مېكسيكو خلاف  په ازټيكا لوبغالي كښې  د ښې كاركردګۍ ښودولو  سره  فتح پخپله نامه كړه او په ټاب اېټ  راونډ كښې يې ځانله ځائے جوړ كړو۔   د سخت باران او جاكړ لا امله مېچ د يو ساعت تاخير سره پېل شو  خو د تهامس ټوچل ډلې په اعتماد سره لوبه وكړه او د وړومبي هاف د اختتام نه وړاندې جوډ بېلنګهم يوازې په 98 سېكنډ كښې دننه د 2 ګولونو  په كولو سره انګلېنډ ته برتري وركړه ۔  هر څو چې جولېن كوئنونيس د دمې نه وړاندې  په يو ګول كولو د مېكسيكو هيلې برقرار اوساتلې  او مقابله يې  1۔2 كړه۔   خو بيا د انتهوني ګورډن په فاول  تر لاسه پنالټي  هيرې كېن په ګول كولو برتري 1۔3  ته ورسوله  او بيا هم د ده په تېروتنه مېكسيكو ته پنالټي تر لاسه شوه  په كومه چې راول حيمنېنز سكور وكړو  او مقابله 2۔3 شوه ٬ په وروستو لمحو كښې هر څو چې د مكسيكو ډلې ډېره خواري وكړه خو د انګلېنډ ډلې خپله دفاع مضبوطه اوساتله او مېچ كښې يې فتح پخپل نوم كړه۔